نیکلاسن: هندیان په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو له خوا د پېښېدونکو ګواښونو په اړه اندېښمن دي

۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټامس نیکلاسن وايي، هندیان په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو له خوا د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په اړه اندېښمن دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي یکشنبه شپه د سلواغې پر ۲۳ په یو لړ ټویټونو کې هند ته د خپل درې ورځني سفر پای ته رسیدل اعلان کړل.
نیکلاسن ویلي، چې په دغه سفر کې یې له بېلابېلو سیاسي کړیو، مفکرینو او په هند کې له مېشتو افغانانو سره کتلي دي.
د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په وینا، هندي مفکرینو او رسنیو اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې وسلهوالې ډلې د دوی هېواد ته مخ پر ګواښ بدلېږي.
نیکلاسن دا هم ویلي، چې هند او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د مخ په ځوړ بشري وضعیت په اړه خپلې ګډې اندېښنې شریکې کړې دي.
هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان ستراتیژیک ملګری پاتې شوی دی. هند د برېښنا په ګډون د افغانستان په بېخبنسټونو کې پراخه پانګونه کړې ده.