۸صبح، کابل: کابل کې د طالب علماوو د ناستې له رامنځته کېدو سره سم، د دغې ناستې له نږدې سیمو سرچینې وایي، چې د ډزو پرله پسې غږونه اورېدل کېږي.
سرچینې نن پنجشنبه د چنګاښ پر نهمه ۸صبح ورځپاڼې ته د یوې ویډیو په رالېږلو سره وایي، چې ښایي د لویې جرګې خیمې شاخوا کې نښته روانه وي.
په دې ویډیو کې د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د لویې جرګې خیمه د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې ده او طالبانو په دغه سیمه کې د غونډې د جوړېدو لپاره له یوې اوونۍ مخکې سخت امنیتي تدابیر نیولی و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.