۸صبح، کابل: طالبانو د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ له وروستیو سرحدي نښتو د اندېښنې په څرګندولو له دواړو لوریو غوښتي، چې خپلې سرحدي ستونزې د خبرواترو له لارې هوارې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي یکشنبه غرمه مهال د وږي پر ۲۷ یوه ټویټ کې د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ په وروستیو نښتو کې د ملکیانو د تلفاتو له امله خواشیني څرګنده کړې ده.
د بلخي په وینا د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ سرحدي نښتې ښایي د سیمې پر امنیت او ثبات منفي اغېز وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خبرواترو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ستونزو د هوارولو غوښتنه کړې ده.
تېره اوونۍ د تاجکستان او قرغیزستان پوځیان د دغو هېوادونو په سرحدي سیمه کې نښته وکړه، چې په پایله کې ملکیانو ته تلفات واوښتل.