د طالبانو د حج، ارشاد او اوقافو وزارت هره اوونۍ یو متن چمتو کوي او ټول افغانستان کې یې د جمعې لمونځونو خطیبانو ته ورلېږي تر څو د هغه پر بنسټ، د جمعې د لمانځه وینا وکړي. هېڅکوک دا متن عادي نه شي ګڼلی او که چېرې کوم څوک د دې کار جرأت وکړي او دا کار یې ترسره کړ، هم مهاله لیرې کېږي او تر جدي څېړنې لاندې نیول کېږي. طالبان جوماتونو ته ارزښت ورکوي او په ډېر جدي ډول د دغو مذهبي ځایونو د ملایانو د فعالیتونو څارنه کوي. د طالبانو د حج، ارشاد او اوقافو وزارت له لوري په چمتو شویو متنونو کې، هڅه کېږي د داخلي او بهرني موضوعاتو په اړه د دې ډلې سیاستونه راونغاړل شي او عامه افکار د آیت او حدیث او فقې او تفسیر نه په ګټې اخیستنې د دغو سیاستونو منلو ته چمتو کړای شي. طالبان د وسطا پېړۍ د سیاستونو د ترسره کولو په برخه کې، دیني ارزښتونو ته د خلکو له عقیدو، ناوړه ګټه واخلي.
تېره جمعه د جمعې د لمانځه خطبې له یهود او نصارا سره د دوستۍ او اړیکې په حرام ګڼلو یا هم له هغو نه تقلید ته ځانګړې شوې وه. سره له دې چې ټاکل شوې موضوع د تفصیل وړ موضوع وه او باید له بېلابېلو اړخونو د هغې په اړه بحث شوی وای، خو له دغې موضوع نه د طالبانو د حج، ارشاد او اوقافو وزارت د ټاکلو کېدو موخه، ډېر ټینګار د ږیرې د پرېښودلو پر ارزښت او د هغې له خرېلو او لنډولو نه ډډه کول و. طالبان په دې باور دي هغه کسان چې خپلې ږیرې خريي یا لنډوي له یهودو او نصارا نه په تقلید دا کار کوي او باید له زور او فشار نه په ګټې اخیستنې له هغو نه مخنیوی وشي. ږیره د طالبانو په نړۍلید کې له لوړ ارزښت نه برخمنه ده. د دغې ډلې له نظره، ږیره لرل، د دین دارۍ روښانه نښه او اسلام ته ژمنتیا او د هغه برعکس، د ږیرې خرېل یا لنډول، د فساد او بې دینۍ ښکاره بېلګه ده.
حق دا دی چې د طالبانو کورنی سیاست د غیر طالب هېوادوالو لپاره د اوسېدو زغم له ستونزو سره مخ کوي او په دې برخه کې په بېلابېلو زورزیاتیو لاس پورې کوي. په تېرو دوو کلونو کې، طالبان په ورځني ډول د خلکو په ژوند کې ستونزې زېږولي دي. روښانه نده دا چې هېواد کې خلک د اوسېدو امکانات ونشي موندلی ددغه اقدام تر شا کوم لاسونه دي. د طالبانو د امر به معروف او نهی عن المنکر وزارت په هر وزارت یا دولتي اداره کې، یو دفتر لري او د نورو کارونو تر څنګ، د حکومتي کارکوونکو ظاهر او جامې کنترولوي او که چېرې د یوه کارکوونکي ظاهر او جامې د طالبانو له قواعدو سره برابرې نه وې، د ټولو پر وړاندې د نوموړي په ځورونې او ښکنځلو لاس پورې کوي او کېدای شي دا ډول کس له دندې نه د لیرې کېدو له ګواښ سره هم مخ شي.
کله ناکله د طالبانو د وسطايي پېړۍ قوانین، خندا لرونکې/ ژړا راوړونکې صحنې لري. دا ډول صحنې یوازې امکان لري د طالبانو په خاوره کې رامنځته شي. په بېلګه یې روښانوم. د نکاح خط د جوړولو لپاره تاسو له دوو عادلو شاهدانو سره د طالبانو د وثایقو محکمې ته د تللو اړتیا لرئ. د طالبانو قاضیان، د هغو کسانو چې لنډه ږیره یا یې خریلې وي یا اصلا نړۍ ته کوسه راغلی وي، شهادت نه مني. د طالبانو د قاضیانو له نظره، هغه څوک چې شهادت ورکوي باید لویه ږیره ولري. خلک د طالبانو د وثایقو محکمه کې د خپلو کارونو د پرمخ بیولو لپاره، ږیره لرونکو شاهدانو ته پیسې ورکوي تر څو د شاهد په توګه په نکاح خط کې خپل نوم ثبت کړي. په دغو محکمو کې، هغه نارینه چې لویې ږیرې لري، د ګڼې ګوڼې بازار یې تود دی. داسې کسان هلته شته چې د شهادت ورکونې دنده پر مخ وړي او له خلکو پیسې اخلي.
د طالبانو ډله له اسلام نه خپله وروسته پاتې تجربه له کلیوالي وروسته پاتې ارزښتونو سره یوځای کړي او د هغه بې حاصله محصول هغه نظم دی چې بېلګه یې پرته په عراق او سوریه کې د داعش په خلافت کې نشو موندلی. په نورو هېوادونو کې قوانین د دې لپاره جوړېږي چې په ژوندانه کې خلکو ته آسانتیاوې رامنځته کړي او د آزاد او آرامه ژوندانه لپاره فضا ورته وزېږوي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ډېری قوانین د هېوادوالو د ژوند د ځورولو لپاره دي. روښانه نه ده کوم کسان دغې ډلې ته لارښوونه کوي تر څو هڅه وکړي د هېواد ژوند له ځوان او انرژي نه ډک ځواک نه تش کړي؟ په تېرو دوو کلونو کې، هېوادوال له طالبانو نه د تېښتې لپاره، زرګونه سختۍ او ستونزې وزغملې او په ورین تندي د مرګ خولې ته ورغلي دي؛ د هېوادونو له خطر نه په ډکو لارو پلي تللي، په سمندرونو کې ډوب شوي دي، په کانتینرونو کې زړه چاودي شوي او حتی د امریکايي الوتکو له وزرونو ځوړند شوي دي. خلک د طالبانو له نظم نه په تېښته دي او د تېښتې لپاره د کوچنۍ لارې په موندلو له دغه غوسه ناکه او بې رحمه نظم نه تېښته کوي.
عرب فیلسوف او ژباړونکی فتحي مسکیني، د اسلام د اوسنۍ نړۍ د اوسني وضعیت په تحلیل او ارزونه کې ځیني خبرې کړي دي چې د افغانستان له حالاتو سره یو شان دي او ګواکې ددغه ځای د ویلو لپاره دلته راغلی وي. د نوموړي د وینا لنډوکی دادی: ترهغه وخته پورې چې په عصري نړۍ کې په خپل وضعیت کې بیاکتنه ونکړو، له داسې وضعیتونو سره به مخامخ شو چې ورځ تربلې به زمونږ هېوادونه د اوسېدو وړ نه وي او د هغو اوسېدونکي به ورځ تربلې په تېښته کې وي. د نوموړي په باور، زمونږ اصلي ستونزه داده چې داسې لمنځه تللی او پوپنک وهلی روایت تبلیغ کوو چې د وړاندې کولو لپاره یې هېڅ تازه څیز او زمونږ په عصر کې د خبرو کولو لپاره هېڅ تازه څه نلري. مسکیني د خپلو خبرو په پای کې د پایلې لپاره وايي: «که په همدې ډول مخته ولاړ شو او بدلون رامنځته نه کړو، راتلونکي نسلونه نه یوازې د فقر او جګړې نه د خلاصون په موخه به، پرمختلليو هېوادونو ته مخه کړي بلکې د خپل انسانیت د ژغورلو لپاره اړ دي دا ځای پرېږدي. او هغه مهال به زمونږ هېوادونه په وحشي سیمو او له اوسېدونکو په تشو ځایونو بدل شي.» رښتیا، که دغه فیلسوف له نېږدې نه زمونږ د هېواد د روانو حالاتو شاهد وای، د هغه د راتلونکي په اړه به یې څه ډول وړاندوینه کړې وای؟ واقعیت دادی چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ، مونږ د فهرست په لاندینۍ برخه کې یو او له هر اړخه زمونږ ستونزې تر نورو ډېرې دي.
د نړۍ خلکو په تدریج سره زده کړي چې د هغو روایتونو په لټه کې واوسي چې په دغه نړۍ کې اوسېدل ورته آسانه کړي او له کرامت او هوساینې ډک ژوند د خپلو ښاروندانو لپاره برابره کړي. د نړۍ معاصر تاریخ ددغې موضوع اثبات کوونکې ده چې د نړۍ ایدیولوژۍ او روایتونه چې د خلکو لپاره د آرماني ښار ژمنه ورکوي او د هویت طلبانه تقابلونو پر بنسټ اېښودل شوي دي، په عمل کې، زمکه یې د انسانانو لپاره په سوځنده دوزخ بدلوي. کېدای شي د عوامو غولولو د شعارونو په طرحې سره د یوې مودې لپاره یو شمېر خلک وغولول شي او د اسلام له نوم نه د خپل حاکمیت د پاېښت لپاره ګټه واخیستل شي، خو د اوږدې مودې لپاره د خلکو غولول ناشونې ده.
هغوی هغه نظم غواړي چې د خپلو اولادونو که هغه نجلۍ وي یا هلک لپاره، د پام وړ ښوونه برابره کړي، ژوند ته یې د اقتصاد له پلوه پراختیا ورکړي، عمومي آزادۍ او هېوادني حقونه یې په رسمیت وپېژني، د هېوادوالو رواني او فزیکي امنیت ټینګ کړي او د هغو لپاره له کرامت او عزت نه د ډک ژوند زمینه برابره کړي. هر حکومت چې وکړای شي د انسانانو لپاره دا ډول کارونه ترسره کړي، خلک له هغه نه ملاتړ کوي. توپیر نه لري چې دا ډول حکومت په خپل ځان څه ډول نوم ږدي. خلک په تېرو څو لسیزو کې شاهد دي هغه رژیمونه چې د خدای او اسلام په نامه یې پر خلکو حکومتداري وکړه، د ښاروندانو کرامت او هوساینې ته یې دومره ارزښت نه ورکاوه بلکې د خپلو لویو ایډیولوژیکو روایتونو د دودولو په لټه کې وو. لږترلږه، د افغانستان یو شمېر خلک، تېرو ترخو تجربو ته په پام چې په ذهن کې یې لري، د اسلامي نظام د نوم په اورېدلو د ویجاړولو، ګډوډیو، ظلم او وهل ټکول ور په زړه کېږي. طالبانو د هېوادوالو پر وړاندې د تخویف او ګواښ سیاست په غوره کولو، دغه واقعیت یې رسوا کړی دی چې د خلکو پر وړاندې، بد نظر نیت لري او د ولسي مشروعیت له نه لرلو رنځ وړي. د پام وړ ټکی دادی چې دغه ګواښونه او د طالبانو جبرونه، نه یوازې د هغو لپاره مشروعیت ور په برخه کوي بلکې د خلکو په زړونو کې یې کرکه نوره هم ډېرېږي.