تېره ورځ په اسلام اباد کې د محکمې له حکم نه نیمه ګړۍ وروسته، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان، په لاهور کې خپل کور کې ونیول شو او زندان ته ولېږل شو. شاوخوا درې میاشتې وړاندې، د مې په ۹مه نېټه هم، ښاغلی خان نیول شوی و، خو د درېیو میاشتو په لړ کې داسې ښکاري چې سیاسي صحنې تر ډېره د نوموړي د مخالفينو په ګټه بدلون کړی دی. په لومړي پړاو کې، له ښاغلي خان سره له ډېر احتیاط نه کار واخیستل شو او د مودو لپاره یې د محکمې د حکم پر وړاندې مقاومت وزغمل شو او د پولیسو ځواکونو پر کور یرغل ونه کړ.
هغه مهال، د نوموړي له نیول کېدو وروسته، د نوموړي ملاتړ کوونکو او د تحریک انصاف ګوند غړو غبرګونونه، دولت او د پاکستان پوځ یې لار ورکي کړي وو. په پایله کې د اوضاع د کنټرول لپاره، خوشې یې کړ. دا پړاو پولیسو د ښاغلي خان په کور یرغل وکړ، د عمران خان د ګوند د غړو په خبره، ساتونکي یې وهلي او په خپله نوموړی په داسې حال کې چې مخ یې په توره تکه پټ شوی و، په زور سره راایستل کړای شوی او وړی دی.
د تحریک انصاف ګوند دا ځل هم له خلکو او د ګوند له غړو غوښتي دي ترڅو غلي پاتې نه شي او د عمران خان د خوشې کېدو لپاره سوله ییز اعتراضونه په لاره واچوي. په سوله ییز اعتراض ټینګار د ګوند په اعلامیه او دغه راز د عمران خان له مخکې ثبت شوي پیغام کې راغلي چې د مې د میاشتې د ګډوډیو له تکرار نه د ګوند د مشرانو د وېرې په اړه کیسه کوي او دا چې د تحریک انصاف ګوند فعالین د یاد ګوند د مخالفینو له لوري بیا ونه ځپل شي. د نه تاوتریخوالي اعتراضونه اوسنی دولت او پوځ به له ننګونې سره مخ نه کړي.
یو شمېر لږکي چې بېلابېل مخالفتونه یې د بیکارۍ، فقر، د ناامنیو زیاتوالی او د حاکم حکومت ظلم یې د عمران خان له مسالې سره تړلي وو، سړکونو ته راووتل، ټول د تحریک انصاف ګوند غړي نه و تر څو دا ځلي هم د سیاسي موخو لپاره سړکونو ته راووځي. یاد اعتراضونه به په ډېر احتمال داځلي تکرار نه شي. ډېری شمېر سیاستوالو چې فکر یې کاوه له یادې ډلې سره د یو ځای کېدو له لارې تازه فرصتونو ته به لاسرسی وموندي، هم دا مهال غلي دي او د انصاف ګوند ډېر شمېر کادرونه له هغې ډلې چې نور په رښتیا هم د پوځ د حاکمې ډلې د غوسې وړ ګرځېدلي دي، خپله لاره جلا کړې ده. په هغو اعتراضي غونډو کې چې تېره ورځ د پاکستان په ځینو ښارونو له ډلې په پېښور او لاهور کې په لاره اچول شوې وې، ګوندي فعالین او د سپین لسټوڼي لرونکي خلک پکې لیدل کېدل او له ځوانانو، کارګرو او د تېر ځلي غوسه پارونکو خلکو نه خبر نه و.
د سږ کال پر ټولټاکنو شخړه
د پاکستان صدراعظم ښاغلي شهباز شریف، خپله استعفا اعلان کړې او ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په ۹مه نېټه، د نوموړي دولت خپلې چارې یوې لنډمهالې ادارې ته وسپاري او د درېیو میاشتو په لړ کې ټولټاکنې په لاره واچول شي. داسې ښکاري د پاکستان پټ دولت پرېکړه کړې ده په ټولټاکنو کې د عمران خان او ګوند مخنیوی یې وکړي. په تېرو څو میاشتو کې د تحریک انصاف ډېر شمېر کادرونه زنداني کړای شول او د یاد ګوند د فعالینو او ملاتړ کوونکو سخت ځپل دوام لري. تازه په پارلمان کې د بریتانیا د استعمار د دورې د یوه پاتې شونکي قانون اصلاحیه وړاندې شوې ده چې د هغه پر بنسټ د هېواد د استخباراتو ځواکونه کولای شي له ګواښ او مخکې اطلاع پرته، هر کس او هرځای تر څېړنې لاندې ونیسي او «د اړتیا په وخت کې له زور نه کار واخلي»
سره له دې چې د سیاستوالو، مدني فعالینو، ورځپاڼې لرونکو او سیمه ییزو منتقدینو په خپل سر نیول کېدل او ورکېدل په تېر کې هم دوام درلود او اوسمهال یو شمېر سازمانونه او په پاکستان کې سیاسي ګوندونه ادعا لري چې په ټول هېواد کې زرګونه تنه برمته کړای شوي یا ورک شوي دي او د یاد هېواد د پولیسو او استخباراتو ځواکونو له لوري د یادو وګړو له نیول کېدو وروسته د هغو کورنیو او خپلوانو ته د زنداني کړای شویو کسانو په اړه هېڅ نښه نده ورکړل شوې. سربېره پردې، وروستۍ اصلاحیه په خپل ډول پخوانۍ ده او د پارلمان د غړو او د سیاسي او مدني فعالینو ترمنځ یې تازه وېره زېږولې ده. کېدای شي د تحریک انصاف له ګوند سره چلند او د راتلونکو ټولټاکنو مدیریت، د یادې اصلاحیې یو له موخو نه وي.
عمران خان هم په خپل وروستي پیغام کې چې د نوموړي له نیول کېدو وروسته خپور شوی، له خلکو غوښتي دي ترڅو د خپلې رایې له حق نه دفاع وکړي. نوموړي د خپل ګوند غړو ته ویلي دي چې پخپلو کورونو کې په ارامه کښېنني او غلامۍ ته غاړه کښېنږدي؛ ځکه چې د نوموړي په خبره د پاکستان د رامنځته کېدو فلسفه له انساني بنده ګۍ سره مبارزه ده. عمران چې د مذهبي عباراتو په تلفظ کې مهارت نه لري، ویلي دي چې پاکستان د لا اله الا الله په شعار جوړ شوی دی. نوموړي په عامیانه روایت په مدینه کې د اسلام د «نبي ریاست» له دورې هم یادونه کړې او ویلي دي چې د اسلام پیامبر د خپل «ریاست» په دوره کې په مدینه کې ډېر انسانان ازاد کړي و. عمران خان چې د محافظه کارانو په منځ کې له نفوذ او له نامتو مذهبي ډلو سره ځانګړې اړیکې لري، د صلوات د عبارت په تلفظ کې چې مسلمانان یې د اسلام د پیامبر د درناوي په موخه د نوموړي د نوم اخیستلو په وخت کې کاروي، هم مهارت نه لري او هغه یې په خپل پیغام کې «سلا والي سلم» بللی دی.
له مذهب نه ابزاري ګټه اخیستنه
د پاکستان ډېری بنسټ اېښودونکي سکولار فکري او په بریتانیايي پوهنتونونو کې یې زده کړې کړې وې. محمد علي جناح او ملګرو یې هڅه کوله یو عصري هېواد د هند د قارې په یوې برخه کې چې ډېری جمعیت یې مسلمانان دي، رامنځته کړي. له هماغه وخت د استعمار له دورې نه د پاتې شونکو سازماني او اداري میراثونو د لټې سربېره، د پاکستان مشرانو هڅه کړې له دین، هنر او ورزش نه د نوي ملي هویت د معرفي کولو لپاره ګټه واخلي. په ښوونیزو نصابونو، سیاسي تبلیغاتو او رسنیو کې دین د پاکستان د هویت د پایې په توګه معرفي شو.
له هندوستان سره پوځي مخامخ کېدنه چې کله ناکله د هېواد د زمکنۍ بشپړتیا د پاېښت تر ګواښ پورې پرمخ تلله او د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې د پاکستان د خاورې د نیمایي ختیځې د لاسه تللو لامل شو، د یاد هېواد مشرانو یې تر ډېره د مذهبي تندلارو د روایتونو نه په ملاتړ وهڅول. مدرسې ډېرې شوې او مذهبي او جهادي حساسیتونو ته یې لمن ووهله.
موسیقي او ورزش هم د یووالي او د ملي هویت د معرفي کولو لپاره مهم ابزار ګڼل شوي وو. قوالي ویونکو هنر برخې ته د مذهب ایستل او له موسیقۍ سره د پاکستان د مذهبي هویت تړل کېدو په برخه کې، مهم رول ولوباوه. قوالي چې صوفیانه سنت او فرهنګ و، په پاکستان کې د صوفیانو له انحصار نه بهر کړای شو او د سیاست بازار او مذهبي تندلارې ته وړاندې شو. ورزش، په تېره کرېکټ، هم د پاکستان د سیاستوالو د پام وړ ده. د کرېکټ سیالۍ کله ناکله په نرمه جګړه او د پاکستان او د بریتانیا نورو مستعمره په تېره هند د ډېر جدي غیر وسله وال ترمنځ په تقابل بدل شوی دی. عمران خان په ځوانۍ کې د کریکت لوبو یو ستوری و. نوموړي چې هغه مهال د خلکو له لږکیو او مذهبي ډلو سره مخامخ اړیکه نه درلوده او خپل ډېر وخت یې په لویو غونډو او محفلونو کې تېراوه، د اسلام اباد، لاهور او همداراز لندن او د لوېدیځ نورو ښارونو ته یې سفرونه کول.
د بېلابېلو خلکو ترمنځ یې شهرت موندلی و او په میلیونه پاکستانیان په نړۍوالو سیالیو کې د نوموړي له ځلېدو حیران پاتې وو، خو د نوموړي او د هغو خلکو ترمنځ چې نن له نوموړي نه په ملاتړ سړکونو ته راوتلي دي، هېڅ ډول فکري او سیاسي اړیکه نه وه. کوم انځورونه چې د عمران خان د تېرو کلونو نه پاتې دي، نوموړی د ښځو او ښاري نارینه و او د لیبرالیستي فرهنګ لرونکو ترمنځ ښيي؛ خو دغه وضعیت په تېرو دوو لسیزو کې بدلون کړی دی. عمران خان د سیاست ډګر ته په راتللو، پرته له دې چې خپلې اړیکې او شخصي لیبرالیستي چاپېریال پرېږدي، تازه سیاسي نقاب یې اغوستی چې له نوموړي یې د طالبانو ملاتړ کوونکی او د محافظه کاره ډلو متحد جوړ کړی دی.
ایا د ښځو غوټه به وکړای شي دغه پېچلې غوټه خلاصه کړي؟
هغه مهال چې عمران خان د کرېکټ ستوری و، د هغه وخت سیاسي ګوندونو د خپلو پوځي اډو ته د سیالۍ لپاره هڅاوه. د دان ورځپاڼې د ۲۰۱۸ په اګست کې، په یوې مقاله کې ولیکل چې ضیاالحق په ۱۹۷۹ کې عمران خان ته بلنه ورکړې وه تر څو له سیاسي ګوند سره یې یو ځای شي. سیاستوالو او استخباراتیانو چې نوموړی د لږکیو ترمنځ نامتو او د پاملرنې په وړ څېره بدل شوی و، پرېنښود او په پایله کې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر او د جهادي ډلو نامتو ملاتړي جنرال حمیدګل د شلمې پېړۍ د اتیایمې لسیزې په وروستیو کې، عمران خان یې په ۱۹۹۴ کال کې د «پاسبان جمعیت» تازه تاسیس شوي سیاسي ډلې چې د پاکستان د اسلامي جمعیت نه جلا شوې ډله وه، وهڅاوه. دوه کاله وروسته، د ۱۹۹۶ کال د اپریل په ۲۵مه، عمران خان د تحریک انصاف په نوم خپلواک ګوند ثبت کړ. د آی ایس آی له دروازې نه سیاست ته د عمران خان ننوتل، د نوموړي په سیاسي کارنامې سیوري واچوه او تر نن ورځې پورې یې نه خوشې کوي. عمران خان په دې موده کې، د سیاسي موخو لپاره، اړیکو او ټولنیزو چلندونو ته یې هم بدلون ورکړی دی. نوموړي چې د شهرت په پیل کې یې خوښېده د لوېدیځو عصري نجونو ترڅنګ ولیدل شي او انګلیسي مېرمن سره واده وکړي، په تدریج سره د ای اېس ای د بریتورو تر څنګ، له ډلې جنرال حمیدګل سره ظاهر شو، نوې مېرمن یې له پاکستان نه وکړه او له تندروه ملایانو سره یې یووالی اعلان کړ. د عمران خان ودونه د نوموړي د سیاسي سفر ایینه ده. نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې صدراعظمۍ څوکۍ ته د رسېدلو لپاره خپله لومړنۍ سیالۍ تجربه کړه، خو ډګر یې د مسلم لیک نواز شریف ګوند ته وبایله. په ۲۰۱۵ کال کې، له یادې ماتې دوه کاله وروسته او د وروسته ټولټاکنو د سیالیو په درشل کې له نامتو خبریال، ریحام نیرخان، سره واده وکړ چې کېدای شي له رسنیو سره د عمران خان لېوالتیا وښيي. یاد واده شاوخوا لس مېاشتې دوام وکړ. تر هغه مهاله د عمران خان شهرت د پوپولیست د سیاستوال په توګه او محافظه کارانو ته د نږدې کس په توګه تثبیت شوی و. د پاکستان پوځ او استخبارات چې له کورنیو طالبانو سره په جګړه او د افغان طالبانو په پیاوړتیا کې بوخت وو، له مشهور سیاستوال لکه عمران خان چې زده کړي یې و څه ډول پرته له دې چې خپله تندروه وي د دین، عنعناتو او مذهبي سنتونو له ابزارو سره لوبه وکړي، غنیمت وشمېره. عمران خان هممهاله له محافظه کارانو سره د اړیکو په پیاوړتیا او د پاکستان د پټ دولت د ملاتړ په هڅولو، یوې صوفي مېرمنې (بشرا بي بي) سره نېږدې شو چې د دوو پخوانیو مېرمنو په پرتله یې بشپړ حجاب اغوندي او له سترګو پرته، ټول ځان پوښوي. عمران خان او بشرا بي بي له ۲۰۱۵ کال راپدېخوا په اړیکه کې وو او په ۲۰۱۸ کال کې، په ټولټاکنو کې د عمران خان له بریا سره، یو بل سره یې واده وکړ.
د دوو لسیزو په واټن کې، عمران خان د ملګرو او استخباراتي ډلو په ملاتړ واک ته رسېدلی دی او د یوه لېبرال ورزشي اتل او بشردوستانه فعالیتونو سره د لېوال وګړي نه په داسې کس بدل شو چې مېرمن یې طالباني حجاب اغوندي او د طالبانو بشري ضد سیاستونه، له ډلې یې په ټولنه کې د ښځو د شتون منع کول او د نجونو د ښوونځیو تړل توجیه کوي. په ۲۰۲۱ کال کې، کله چې طالبان کابل ته راغلل، عمران خان چې د پاکستان لومړی وزیر و، وویل چې افغان ملت د غلامۍ ځنځیر مات کړی دی او په هماغه وخت کې یې وویل چې له ښوونځي نه د نجونو منع کول د پښتنو د دود یوه برخه ده، نه د طالبانو ظلم. د نوموړي دغو څرګندونو د افغانانو سخت اعتراضونه راوپارول او په پاکستان کې هم د نوموړي ددې خبرې پر وړاندې ډېر اعتراضونه وشول. واک ته د طالبانو په بیا راتګ سره، د عمران خان ستوری هم د پاکستان د پټ دولت په آسمان کې، هغه څه چې د یاد هېواد د خلکو په منځ کې د ستبلشمنت په نوم مشهور دی، افول شو. د پاکستان مشرانو دې ته پام شو چې عمران خان او یو شمېر پوځیان او نوموړي ته نږدې جنرالانو له هغه رول نه چې هغوی ته ورکړل شوی و، له حد نه زیات پکې ډوب شوي دي. له همدې امله نوموړی یې له واک نه لیرې کړ او په بېلابېلو مالي او سیاسي دوسیو یې بوخت کړ. داسې ښکارېدل چې عمران خان خپل ماموریت سم ترسره نکړ او باید لیرې شوې وای ترڅو د تازه پړاو د مدیریت لپاره بل ټیم چې په هغه کې داخلي طالبان د واک اخیستنې په حال کې وو، ډګر ته راغلي وای.
عمران خان په نږدې درېیو لسیزو سیاسي فعالیتونو کې د پاکستان د پوځ له اجندا نه پرته، شخصي برنامې یې هم لرلې او یو مهال د ۲۰۲۲ کال په اپریل مېاشت کې په زور سره یې له واک نه لیرې کړ. لکه څنګه چې په ۱۹۹۴ کال کې جنرال حمید ګل د نوي زده کړیال په توګه تر وزر لاندې نیول شوی و، نوموړی د داسې ګوند مشر شوی و چې د هېواد بېلابېلې برخې، په تېره په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې میلیونونه ملاتړي یې درلودل او حاضر نه و چې له خپلو لوړو خیزونو نه لاس واخلي. اوس مهال چې یو کال او څلور مېاشتې د عمران خان له لیرې کېدو تېریږي، لا هم نوموړی ارامه نه دی ناست او په ټول ځواک د پاکستان په سیاسي دسترخوان کې د سهم دعوا لري. نوموړی د پاکستان په سیاست کې په لویې غوټې بدل شوی، خو پخوانیو دوستانو او اوسنیو سیالانو یې په خپل نفس د اعتماد له امله له دغې غوټې سره چلند کوي. سږکال به روښانه شي چې په رښتیا هم هغوی پر اوضاع حاکم دي او عمران خان او ګوند یې لکه څنګه چې لیرې کړي وو، له صحنې لیري کړي کنه.