۸صبح، کابل: د طالبانو یوه لوړپوړي پوځي ته په منسوب غږیز پیغام کې، هغه امر کړی چې د ښځو د زدهکړو د منع کولو لپاره د طالبانو د مشر د پرېکړې پروړاندې اعتراضونه باید وځپل شي.
دغه غږیز پیغام، چې روښانه نه ده کابل کې د طالبانو د کوم پوځي مسوول دی چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه نېټه خپور شوی دی. د طالبانو دغه پوځي مسوول وایي چې کابل ښار کې د اعتراضونو د ځپلو لپاره یې په هره امنیتي حوزه کې سل سل کسان ځای پر ځای کړي دي.
په دغه غږیز پیغام کې امر شوی د سیمو وکیلانو او د جوماتونو امامانو ته دې وویل شي، چې خلکو ته خبرداری ورکړی ترڅو خپلې ښځې او نجونې کنټرول کړي.
د طالبانو دغه پوځي وایي: «که ښځې او نجونې کنټرول نه شي امامان، وکیلان او سپینږیري به ګرم وګڼل شي، ځکه شرعي نظام دی او د امیرالمومنین د امر پلي کول حتمي ده او خلک یې باید هرومرو ومني…»
دغه طالب چې ښایي لوړپوړی پوځي وي ټولو امنیتي بنسټونو ته امر کوي چې په ۴ یا ۵ ورځو کې په خپلو اړوند حوزو کې د اعتراض کوونکو په ځپلو او د وضعیت په کنټرول کې مرسته وکړي.
طالبانو تېره شپه افغانستان کې له لوړو زدهکړو د نجونو د ممنوعیت فرمان صادر کړ؛ هغه اقدام چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.