۸صبح، کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) ویلي، چې د خبریال د ملي ورځې په مناسبت یې څلور کسان په ګډه د ۱۴۰۰ کال د غوره خبریالانو په توګه غوره کړل.
دغه مرکز چهارشنبه د کب پر ۲۵ ویلي، چې له یوې سیالۍ وروسته یې د ۸صبح ورځپاڼې د کتونکې ډلې مشر حسیب بهش، د طلوع نیوز خبریال صداقت غورځنګ، د پژواک خبري اژانس خبریال قطبالدین کوهي او د فرانسې خبري اژانس خبریال عارف کریمي د دغې جایزې ګټونکي بللي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرايي رییس احمد قریشي وايي، د خبریالانو په دې سیالۍ کې له بېلابېلو ولایتونو څخه له ۴۰ زیاتو ملي او ځايي رسنیو د خپلو خبریالانو راپورونه او کړنې نوماندې کړې وې.
د نوموړي په خبره، د افغانستان بانک د مالي کړکېچ او په دغه بحران کې د دغه بانک د مشر اجمل احمدي د رول په اړه د ٨صبح ورځپاڼې د سردبیر حسيب بهش څېړنيز راپور تر څنګ د طلوع نیوز، پژواک او فرانسې خبري اژانسونو راپورونو د داورانو تر ټولې زیاتې رایې واخیستې.
په دې توګه څلورو خبریالانو په ګډه د افغانستان د «کال غوره خبریال» جایزې ګټونکي وټاکل شول.
حسیب بهش اوسمهال د ۸صبح ورځپاڼې د کتونکې ډلې مشر په توګه دنده لري.
نوموړی تر دې وړاندې له دغې ورځپاڼې سره د خبریال، د راپورونو د سردبیر او د څېړنیز خبریال په توګه دنده لرله.
د افغانستان بانک د بحران په اړه د نوموړي څېړنیز راپور د مخاطبانو، په ځانګړې توګه د بانکي چارو د کارپوهانو او نړیوالو بنسټونو له تود هرکلي سره مخ شو.
په افغانستان کې د کال خبریال پروګرام له ۱۳۹۲ کال راهیسې په هېواد کې د خبریال د ملي ورځې په مناسبت جوړېږي او هر کال د څو خبریالانو د کارونو له ارزونې وروسته د کال غوره خبریال ټاکل کېږي.
د یادولو ده، چې تېر کال د ۸صبح ورځپاڼې د سولې برخې لیکوالۍ اسیې حمزهيي تر څنګ دوه نور خبریالان د کال خبریال په توګه نومول شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې له ۱۳۹۲ کال راهیسې د افغانستان د غوره خبریال سیالیو راهیسې له بېلابېلو رسنیو لکه ۸صبح ورځپاڼې، بيبيسي، فرانسې خبري اژانس، پژواک او اطلاعاتو روز ورځپاڼې ۱۴ خبریالانو دا جایزه ګټلې ده.