۸صبح، کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې په کندوز کې ځايي خبریال عبیدالله احمدي خوشې کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز دوشنبه د وري پر ۶مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو استخبارات دې د هېواد د رسنیو ټولییز قانون ته درناوی وکړي او د خبریالانو او رسنیو له ځپلو دې لاس واخلي.
دغه بنسټ ویلي چې پرون د طالبانو استخباراتو څلور خبریالان نیولي و چې درې کسان یې بېرته خوشې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د استخباراتو کارکوونکو له دغو خبریالانو ځيرک ټيلیفونونه اخیستي او منځپانګه یې ورته پلټلې ده.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې: «احمدي د دغه ولایت په علياباد ولسوالۍ کې د یو لوی پله په اړه د خپاره شوي راپور د منځپانګې په چمتو کولو تورن شوی دی. دا راپور آمو ټلویزیون خپور کړی و. دا لوی پل د جمهوریت پر مهال د یوې چاودنې له کبله چې پړه یې پر طالبانو اچول شوې وه، زیانمن شوی و.»
له دې وړاندې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلي و چې عبیدالله احمدي د «یک» خصوصي ټلویزیون سیمهییز خبریال و.
څه موده وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي و چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان د ازادۍ او بنسټيزو او قانوني حقونو له اړخه له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او په لوړه کچه یې حقوق تر پښو لاندې کېږي.