پوهنې وزارت ننګرهار کې ۴۰۰۰ ښوونکي په دنده ګماري، چې تازه يې دا بستونه ازادي سیالۍ ته وړاندې کړل. تېره ورځ دغه بستونه اعلان ته ورکړل شول، چې ګڼ شمېر ځوانانو يې تود هرکلی وکړ او په ټولنیزو پاڼو يې خپلې خوښۍ څرګندې کړلې.
د ننګرهار پوهني رئیس حسیب الله شینواري ۸صبح ورځپاڼې سره د ځانګړې مرکې پرمهال وويل، چې د ښوونکو ګمارنه د ازموینو ملي کميټې له لورې ترسره کېږي، چې پارچې به يې د ماشین په پرمټ ارزول کېږي.
حسیب الله شینواری ۸صبح ته وويل: «دا ښوونکي په هغو سیمو کې په ښوونځیو کې وګمارل شي، چې بې ځایه شوي او کډوال په کې دي او یا هم پخوا ورته ډېره پاملرنه نه ده شوې».
ښاغلي شينواري زياته کړه، په ننګرهار کې شاوخوا ۷زره ښوونکو ته اړتیا ده، چې په دې ۴زره نوي تشکیل سره به تر ډېره کچه د ښوونکو د کمښت ستونزه راکمه شي.
د پوهنې رئیس وايي، ننګرهار کې د ښځینه زده کوونکو په تناسب ۳ زره ښځینه ښوونکو ته اړتیا ده، چې تازه بستونه يې ۵۵ سلنه ښځینه ښوونکو ته ځانګړي کړي.
د تازه ۴زره ښوونکو ګمارنې خبر ننګرهار کې په ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو له لورې ډېر لاس په لاس کړی او خوښ دي.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل هم په خپل ټوېټر لیکي، دې سره به په ننګرهار کې د ښوونکو ستونزه حل شي.
د ننګرهار پوهني رئیس حسیب الله شینواري د معلوماتو په اساس، دې ولایت کې اوس مهال ټول ۹۰۴ بابه ښوونځي دي، چې شاو خوا ۴۰ سلنه يې ودانۍ نه لري.
شینواري ۸صبح ته وویل: «دې ښونځیو کې ۱۹۸ ځانګړي د ښځینه ؤ لپاره دي، ۳۱۰ بابه لومړني ښوونځي ګډ دي، یعنې نجونې او هلکان دواړه په کې زده کړې کوي او ۳۹۶ بابه ښوونځي د هلکانو لپاره دي».
د معلوماتو له مخې ننګرهار کې په دولتي او شخصي ښوونځیو کې ټول ټال نږدې یو میلیون زدهکوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۳۸ سلنه يې نجونې دي.