۸صبح، لوګر: د لوګر ولایت د عدلي طب عمومي مدیریت تاییدوي چې د یوه څلوېښت کلن سړي مړی چې هویت یې معلوم نه و، دغه مرکز ته لېږدول شوی دی.
ددغه مرکز یوه ډاکتر نن چهارشنبې د لیندۍ په لسمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې وویل، ددغه سړي مړی چې هویت یې څرګند نه دی، د لیندۍ په پينځمه نېټه د ولایت د مرکز له یوې سیمې موندل شوی دی.
دغه ډاکتر چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي زیاته کړه، ددغه څلوېښت کلن سړي مړی، له تېرو پینځو ورځو راهیسې د لوګر ولایت د عدلي طب په سړه خونه کې ساتل شوی دی.
ویل شوي چې ددغه سړي مړی نن چهارشنبې د نوموړي ولایت د ښاروالۍ د مسوولینو له خوا خاورو ته سپارل شوی دی.
تراوسه ددغه کس د مړینې څرنګوالی او انګېزه نه ده روښانه شوې.
په دغه ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.