۸صبح، غزني: د غزني سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په سیند کې د یوې مېرمنې مړی موندل شوی دی.
د غزني د طالبانو امنيه قوماندانۍ دوشنبه د غبرګولي پر ۲۱مه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ له غرمې وروسته د خواجه عمري ولسوالۍ په «دهدرات» سيمه کې د يوې مېرمنې مړی موندل شوى دى.
دا مېرمن له ۵۰ کلونو زیات عمر لري او تر اوسه یې هویت نه دی څرګند.
ورته مهال د غزني ولايتي روغتون سرچينې مني چې د يوې مېرمنې مړی دغه روغتون ته لېږدول شوى او تر اوسه چا د هغې د سپارنې لپاره مراجعه نه ده ورته کړې.
دا لا ه ده روښانه چې د منځني عمر لرونکې دا مېرمن په سیند کې لوېدلې او که د چا له خوا وژل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د غور ولایت په اللهیار ولسوالۍ کې د یوې مېرمنې او د هغې د اووه کلنې لور مړي له ۵۰ ورځې نادرکۍ وروسته وموندل شول.