۸صبح، پکتیکا: په پکتیکا کې یوه سیمهییزه سرچینه وایي چې په دغه ولایت کې یوې مېرمنې ځانوژنه کړې ده.
سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه شنبه د غويي پر لومړۍ نېټه د زيړوک ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده.
سرچينه زياتوي چې دې مېرمنې شاوخوا ۳۰ کاله عمر لرلو او د څلورو ماشومانو مور وه.
سرچينه یادونه کوي چې دا مېرمن په تېرکال کې د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله پر رواني ناروغتۍ شوې وه چې په پایله کې يې ځان زندۍ کړ او خپل ژوند یې پای ته ورساوه.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په تېرو نږدې درېيو کلونو کې په هېواد کې د ځانوژنې پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي.
دوه ورځې دمخه هم د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ په بالش کلي کې یو ځوان هلک د زهرو په خوړلو سره خپل ژوند پای ته ورساوه.