۸صبح، بغلان: طالب سیمهییزو مسوولانو په بغلان ولایت کې د یو ځوان د ځانوژنې خبر ورکړی دی.
طالبانو د بغلان ولايت امنيې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دې ځوان دوشنبه د غويي پر ١٧مه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د «کوکچنار» په کلي کې ځانوژنه کړې ده.
دا ځوان ۱۸ کلن و او د کلاشینکوف مرمۍ په ډزې یې خپل ژوند پای ته رسولی دی.
تر اوسه د دې ځوان د ځانوژنې لامل نه دی څرګند.
له دې وړاندې هم یو شمېر کسانو د بېوزلۍ، بېکارۍ او کورني تاوتریخوالي له کبله ځانوژنې کړې دي.
د خپاره شویو راپورونو پر بنسټ، یوازې په تېرو ۱۸ ورځو کې په بلخ، بدخشان، غزني او بغلان ولایتونو کې لږترلږه ۸ کسانو ځانوژنه کړې ده.