۸صبح، بلخ: د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې سیمهییزې سرچينې د يو ځوان د ځانوژنې خبر ورکوي.
۲۱ کلن عزیزاالله د مزارشریف ښار په ۱۰مې ناحیې کې اوسېده چې سېشنبه د غويي پر ۴مه یې خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.
د بلخ ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ دا خبر منلی او ویلي یې دي چې عزیزاالله له خپلې کورنۍ څخه ایران ته د سفر لپاره پیسې غوښتې او خبرداری یې ورکړی و چې که هغه ته د سفر امکانات برابر نه شي، ځانوژنه به وکړي.
دا ځوان چې په اصل کې د بغلان ولايت اوسيدونکى و او غوښتل يې د خپلې کورنۍ د اقتصاد پياوړتيا په موخه ايران ته لاړ شي.
ورته مهال، د هغه د ځانوژنې لامل بېوزلي او ناوړه اقتصادي وضعیت بلل شوی دی.
روانه اوونۍ په پکتیکا، خوست او بلخ ولایتونو کې د ځانوژنې درې پېښې ثبت شوې دي.
تېره ورځ د خوست د عليشېرو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال دفتر مخې ته يو سړي د دغې ډلې د سيمهييزې ادارې د بې عدالتۍ» په اعتراض کې ځان د پرلپسې چاقونو پر ګوزارونو وواژه.