۸صبح، کابل: د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې پر مجیبالرحمن، فضلالحق فاروقي او نوینالحق یې لګېدلي بندیزونه تعدیل کړې دي.
کرېکټ بورډ دوشنبه د مرغومي پر ۱۸مه د شپې ناوخته اعلان وکړ چې په دې اړه د دغه بنسټ له لوري د ګومارل شوې کمېټې د ارزونې په پاېله کې پر دغو درېیو لوبغاړو وضع شوي بندیزونه تعدیل شوې دي.
یادې ادارې ویلي چې په دې سره ښايي دوی ته مرکزي قراردادونه ورکړل شي او سوداګریزو لیګونو کې هم برخه واخیستلای شي.
کرېکټ بورډ زیاته کړې: «د تېرو وضع شویو بندیزونو پر ځای به پر یادو لوبغاړو یو لړ اصول وضع شي، څو په راتلونکې کې له ورته پېښو ډډه وشي.»
ورته مهال بیا د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف، اداره او اصول له ټولو لوړ بللي او په خبره یې څوک ترې مستثنا نه دي.
هغه پر درېيو افغان کرېکټ لوبغاړو لګېدلو بندیزونو ته په اشارې ویلي: «په راتلونکي کې به هم د ورته موضوعاتو پر وړاندې کلک دریځ خپلوي، ځکه د ادارې حیثیت زموږ لپاره لومړیتوب لري.»
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې کړکټ بورډ پر مجیبالرحمان، فضلالحق فاروقي او نوینالحق د مرکزي قرارداد د نه لاسلیکولو له امله یو لړ بندیزونه ولګول.
کرېکټ بورډ هغه مهال ویلي و، چې له دې امله یې پر دغو لوبغاړو بندېزونه لګولي چې په خبره یې هغوی د ملي لوبو پر ځای سوداګریزو لوبو ته لومړیتوب ورکړي و.
په دغو بندیزونو کې له هغوی د یو کال لپاره د مرکزي قرارداد د لاسلیکولو امتیاز اخیستل شوی و او دغه راز دوی نه شوای کولای چې د دوو کلونو په موده کې په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي.