د سپاه پاسدران له لوري د اوکراینۍ الوتکې د غورځېدو له څلورمې کلیزې سره سم، کاناډا، بریټانیا، سویډن او اوکراین په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د هوايي چلند شورا ته د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۱۸ مه د اوکراین د مسافر وړونکې الوتکې په نسکورېدو کې د ایران د رول په هکله شکایت وکړ.
د رویټرز راپور پر بنسټ، د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د دوشنبې ورځ، د جنورۍ په ۸مه ویلي چې دا نوی شکایت د «نړۍوالو قوانینو څخه د سرغړونې» له امله او د «شیکاګو کنوانسیون د ۸۴مې مادې» پر بنسټ د ایران حساب ورکولو لپاره ثبت شوی.
دغو څلورو هېوادونو همدارار په یوه بیانیه کې ویلي: «نن مو د ملکي هوایي چلند نړۍوال سازمان (ایکو) ته د الوتنې پرمهال د ملکي الوتکې پر وړاندې د وسلو کارولو په هکله د ایران شخړې د حل پروسه په ګډه وړاندې کړه.»
یادو څلورو هېوادونو څو میاشتې وړاندې په هاګ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د ایران پر ضد شکایت ثبت کړی وو.
خو تهران دا شکایت رد کړ او د قضیې مدعیان یې د «سیاسي انګیزو» په درلودو تورن کړل.
څلور کاله وړاندې د اوکرایین یوه مسافر وړونکې الوتکه د امام خمیني له هوايي ډګر څخه له الوتنې څو شیبې وروسته د ایران د سپاه پاسداران پر دوو توغندیو وویشتل شوه چې له امله یې ۱۷۶ کسان وژل شوي او ډېری مسافر یې د څلورو هېوادونو کاناډا، بریټانیا، سویډن او اوکراین وګړي وو.
ایران ادعا کوي چې سپاه پاسداران په تصادفي ډول دغه الوتکه ویشتلې او د امریکا له لوري د ایران سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ په اوج کې د رادار او د دفاعي سیستم د چلونکي تېروتنې لامل بللی دی.