د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ادارو هوکړه؛ د کورنیو لوبو کوربتوب په اماراتو کې کېږي

۸صبح، کابل: د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د متحده عربي اماراتو د کرېکټ له ادارې سره یې د دوې اړخیزې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

دغې ادارې یکشنبه د لیندۍ پر شپږمه د دې «تاریخي» هوکړې خبر ورکړی دی.

له دې هوکړې وروسته افغانستان کولای شي د خپلو لوبو کوربتوب د متحده عربي اماراتو د کرېکټ په نړیوالو لوبغالو کې وکړي.

کرېکټ بورډ په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې: «د افغانستان کرېکټ بورډ به هم هر کال د متحده عربي اماراتو له ملي لوبډلې سره ۲۰ اوریزې لوبې ترسره کړي. په بدل کې به یې د اماراتو کرېکټ بورډ د افغانستان پلاوي ته ارزښتناک لوجستیکي ملاتړ له دې جملې د ویزو مرسته او اداري فضا وړاندې کړي.»

په همدې حال کې د متحده عربي اماراتو د کرېکټ بورډ رییس مبشر عثماني ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه هوکړه د دواړو لوریو په ګټه ده.

د هغه په وینا، د دوو هېوادونو د کرېکټ لوبډلو ترمنځ لوبې به د متحده عربي امارتو د کرېکټ لوبډلې له ودې سره مرسته وکړي.

د ویلو ده، چې له دې هوکړې وروسته د افغانستان کورنۍ لوبډلې کولای شي خپلې لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.

ورته لیکنې

Back to top button