۸صبح، غزني: د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) په غزني کې له ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وکړه.
په غزني کې د طالبانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې ریاست نن سه شنبه (د غوایي په ٢٦مه)، په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه مرستې د دغه ولايت په جغتو ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنيو وېشل شوې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، هرې کورنۍ ته شل زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د ډنمارک د کډوالو شورا له خوا ټولټال د ۱۶ میلیونه افغانیو نغدي مرسته شوی ده.
د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې له بشري مرستو نږدې دوه کاله تېرېږي، خو دا لومړی ځل دی چې په جغتو کې پر اړمنو کورنیو د نغدو پیسو مرستې وېشل کېږي.
د بشري ناورین د مخنیوي په موخه هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو د نړیوالو بشري سازمانونو لخوا نغدي او غیرې نغدي مرستې وېشل کېږي.
تېره ورځ هم د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په ننګرهار کې له ۱۰۰۰ کروندګرو سره نغدي مرسته وکړه.