۸صبح، ارزګان: وردګ او ارزګان ولایتونو کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې د پنجشېر له جګړې د طالبانو مړي دغو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
ارزګان کې یوه ځایي باوري سرچینه، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي پنجشنبه د وږي پر ۲۴ ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د طالب جنګیالیو ۲۵ مړي ترینکوټ ښار ته لېږدول شوي دي.
د سرچینې په وینا د دغو جنګیاليو مړي، چې ټول د ترینکوټ اوسېدونکي وو خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
وردګو ولایت کې سیمه ییزې سرچینې هم دغه ولایت ته د ۱۱ طالب جنګیالیو له لېږده خبر ورکوي.
د سرچینو په وینا دغه طالبان نن سهار د دې ولایت په جلریز، سیداباد او جغتو ولسوالیو کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په پنجشېر کې له مقاومت جبهې سره په وروستیو نښتو کې د خپلو جنګیالیو د تلفاتو په اړه کره شمېرې نه دي وړاندې کړې.
د ویلو ده، چې له څو ورځو راهیسې پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ سخته جګړه روانه ده.