۸صبح، کابل: د وین ناسته د ۳۰ سیاسي څېرو له دې جملې د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود په حضور اتریش کې پيل شوه.
دغه ناسته د اتریش د نړیوالو چارو انستیتوت په نوښت پنجشنبه د وږي پر ۲۴ جوړه شوې ده.
په دغه ناسته کې احمد مسعود، رنګین دادفر اسپنتا، رحمت الله نبیل او یو شمېر نورې افغان سیاسي څېرې حضور لري.
ویل کېږي، چې دغه ناسته د طالبانو پروړاندې د سیاسي او پوځي مقاومت په تړاو ترسره کېږي.
د مقاومت جبهې ویاند علی میثم نظري په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه ناسته لومړنۍ تریبیون دی، چې د طالبانو مخالفین پکې سره غونډېږي او د سوله ییز او ډیموکراټیک افغانستان په اړه بحث کوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره دا لومړی ځل دی، چې د یوه لوېدیځ هېواد پلازمینه د طالبانو مخالفانو کوربتوب کوي.