د برازیل په «ریو ګرانده دو سویل» ایالت کې د قوي ورښتونو له کبله د سېلابونو د قربانیانو شمېر لږترلږه ۷۸ کسانو ته رسېدلی دی.
رویټرز دوشنبه د مې پر ۶مه د برازیلي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې تر اوسه پورې په دې سیمه کې څه باندې ۱۱۵ زره کسان د سېلابونو له کبله بې ځایه شوي دي.
د برازیل ولسمشر لولا دې سېلوا پرون د خپلې کابینې یو شمېر غړو سره د «ریو ګرانده دو سویل» ایالت ته تللی و ترڅو د سیمې د ژغورنې او بیارغونې عملیاتو په هکله له ایالتي چارواکو سره خبرېاترې وکړي.
د ایالتي چارواکو په وینا د لادرکه شویو کسانو د شمېر له مخې ښايي د دغه سېلاب د مړو شمېر ۱۰۵ کسانو ته لوړ شي.
په تېرو څو ورځو کې د توپان له کبله رامنځته شوي سېلاب د ریو ګرانده دو سوېل ایالت کې د شاوخوا ۵۰۰ ښارونو دوه پر درېیمه برخه یې له ځانه سره وړې او تر ۱۵۰ زرو ډېر خلک یې بې ځایه کړي دي.
له دې وړاندې هم په برازیل کې ورته طبیعي پېښې شوې دي.
د تېر زېږدیز کال په مې میاشت کې هم د دغه هېواد په ځينو برخو کې سېلابونو او ځمکې ښوېدنې په پېښو کې ۲۴ کسان مړه او لسګونه نور بېسرپناه شوي و.