۸صبح، خوست: د طالبانو د خوست د پوهنې ریاست د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې خپلو ټولو ښوونکو او کارکوونکو ته یو لیک استولی او خبرداری یې ورکړی چې د ږیرې لنډولو په صورت کې به له دندو ګوښه شي.
سرچینې شنبه، د کب پر ۵مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دغه مکتوب د طالبانو د پوهنې وزارت د ارشاد او بلنې ریاست له لوري استول شوی دی.
ورته مهال، د خوست د پوهنې ریاست یو شمېر ښوونکي او کارکونکي طالبان پر «بهانې» جوړونې تورنوي.
دوی ټینګار کوي چې طالبان هره ورځ په دولتي ادارو کې د جمهوري نظام پر کارکوونکو سخت بندیزونه لګوي څو د خپلو کسانو د ځای پر ځای کېدو لپاره یې لار هواره شي.
د يادونې وړ ده چې طالبانو تر دې وړاندې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دا ډول کړنې ترسره کړي.
پر دې سربېره، طالبانو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې عام وګړي د ږیرې له خریلو منع کړي او د سلمانیو له څښتنانو یې غوښتي چې د خلکو د ږیرو له خریلو ډډه وکړي.