د چین سیمهییزو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په ختیځ کې د اورلګېدنې له کبله لږترلږه ۱۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.
دغه اورلګېدنه، جمعه، د فبرورۍ پر ٢٣مه د ننجینګ ښار په يوه ودانۍ کې رامنځته شوې ده.
چارواکو ویلي چې د ژغورنې عملیات تر پرون ناوخته پورې روان وو او شاوخوا ۲۵ عرادې اطفائیې د اور د کابو کولو لپاره سیمې ته لېږل شوې دي.
د دوى په وينا، له دې اورلګېدنې ٤٤ ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او د يو کس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
په چین کې د خوندیتوب د کمزوري معیارونو له کبله اورلګېدنې او نورې مرګونې پیښې معمول شوي دي.
په دې وروستیو میاشتو کې دغه هېواد د اورلګېدنې د یوې څپې شاهد دی چې ډېری وخت د حکومتي چارواکو د بې غورۍ له امله پېښېږي.
د چین ولسمشر شي جین پینګ تېره میاشت د طبیعي پیښو د مخنیوي لپاره د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.