شاوخوا ۱۱ میاشتې کېږي، افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي دي. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغوی اعلان وکړ، چې تر بلې خبرتیا به له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي وي. اوسمهال له دې مودې شاوخوا ۱۱ میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم دا ښوونځي تړلي پاتې دي. زدهکوونکې نجونې له بې برخلیک وضعیت سره مخ دي. ډېری یې له ډول ډول رواني ستونزو کړېږي. ځينو مېرمنو هیله لرله، چې د لوی اختر په پار به د نجونو ښوونځيو د خلاصېدو زېری واوري؛ خو تر اوسه یې څرک نه لګېږي. ځينو مېرمنو تېرو څو میاشتو کې په پرله پسې توګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو لپاره هلې ځلې وکړې؛ خو کومه پایله یې ورنه کړه. نن هغوی هم ناهیلي دي او داسې کومه هیله نه لري، چې د طالبانو واکمنۍ کې دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي. له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و، چې طالب مشران د نجونو ښوونځيو په اړه یوه خوله نه دي. د علماوو شورا وروستۍ ناسته کې د طالبانو مشر پورې منصوبه وینا کې هم دغو اختلافاتو ته اشاره شوې ده. نوموړي په دې وینا کې په کنایه آمېزه توګه خپلو کسانو ته په اشارې خبرداری ورکړ، چې عمومي ذهنیت مشوش نه کړي او هغه ته لوری و لدن ونه ښيي. زده کړه د انسان بنسټيز او فطري حق دی او په دیني ارزښتونو کې هم پرې ټينګار شوی دی. له همدې کبله هره ډله چې د واکمنۍ دعوا کوي، باید د مېرمنو او نجونو دا حق په رسمیت وپېژني او په دې برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. نجونو او مېرمنو ته د زدهکړو اسانتیا برابرول د اوسنۍ ټولنې له اړینو اړتیاوو ګڼلې کېږي او له دغه حقه سترګې پټول د پوهنې پر بنسټ د پښو اېښودلو په مانا ده.
د ښځو د حقونو فعاله زلال احمدي طالبان وروسته پاتې او د انساني ارزښتونو خلاف بولي. د مېرمن احمدي په خبره، طالبان له ټولنې د مېرمنو د لرې کولو لپاره بې شمېره وینې توې کړې دي او په اسانۍ به تیار نه شي، چې د مېرمنو د کار او زدهکړو حق په رسمیت وپېژني. د مېرمنو دغه فعاله پوښتي: کله چې د ښوونځيو د تړلو بله خبرتیا پای ومومي، د نجونو ښوونځيو کې د زدهکړو پلی کېدونکی نظام به پر کومو بنسټونو او معیارو ولاړ وي؟ د نوموړې په خبره، که د نجونو ښوونځي د طالبانو د ارزښتونو مطابق په بیه پرانیستل شي، ښه ده چې همداسې تړلي پاتې وي.
مېرمن احمدي زیاته کړه، چې د طالبانو مشر پورې وروستۍ وینا له مخې، په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو د ساتنې لپاره هیله پاتې نه ده او ښه به وي، چې مېرمنې دوامداره مبارزې ته تیاری ونیسي. د نوموړې په خبره، د مېرمنو د حقونو په اړه د طالبانو په نظامي لیکو کې خپلمنځي اختلافات ورځ تر بلې پراخېږي. هغه باوري ده، چې د طالبانو په واکمنۍ کې به له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه پرانیستل کېږي او له نجونو غواړي، تر خپلې وسې هڅه وکړي، چې په کورونو کې زدهکړو ته دوام ورکړي.
بهاره امید هغه زدهکوونکې ده، چې په کور کې له کېناستلو ستړې شوې ده. دغه زدهکوونکې په مړاوي او ژړغونې غږ وویل: «خدای دې د طالبانو کور وران کړي. موږ یې تباه کړو. یو کال کېږي د ښوونځي او ټولګي مخ مې لیدلی نه دی.» هغه زیاتوي: «ډېره ناهیلې یم. ټولګي پسې خپه شوې یم. خورلڼو پسې خپه یم. کور راته زندان داسې شوی. کاشکې طالبان ژر ورک شي، چې موږ خپلو ښوونځيو ته لاړې شو او درس ووایو.» نوموړې د روان کال په پسرلي کې هیله لرله، چې ښوونځی به یې پرانیستل شي؛ خو د ښوونځيو له دروازې ناهیلې راغله او هیله لري، چې له کورنۍ سره یوځای له افغانستانه ووځي. هغه زیاتوي: «اوس له افغانستانه د وتلو لپاره شېبې شمارم. نوره هیله نه لرم. دوی وښووه، چې مېرمنو ته د هېڅ کار اجازه نه ورکوي.»
لیلا یوه بله زدهکوونکې ده. هغه وايي: «کله چې ښوونځي او خپلو ټولګیوالو ته ګورم، داسې ګومان کوم خوب وینم، چې موږ ښوونځي کې وو او له سیاسته ورهاخوا مو په ازاده توګه درس وایه او په خوښۍ کورونو ته تللو.»
سیمین عزیزي (مستعارنوم) د نجونو د یوې ښوونځي ښوونکې ده. نوموړې ۱۱ میاشتې په کور کې ناسته وه. هغه وايي، چې په دې موده کې وخت په سختۍ تېرېده او نور یې کور کې وخت نه تېرېده. دغه ښوونکې زیاتوي: «خپلو زدهکوونکو ته د اولادونو په سترګه ګورم. تاسې فکر وکړې، هغه مور چې ۱۱ میاشتې خپل اولاد ونه ویني، څنګه درد او رنځ به وړي. ۱۱ میاشتې کېږي د زړه ټوټې مې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، راتلونکې ته هیله نه لري او تر اوسه روښانه نه ده، چې څه به کېږي.»
مېرمن عزیزي د نجونو ښوونځيو تړل پاتې کېدل او د مېرمنو ټولییز ناڅرګند برخلیک د هېواد لپاره د نن او سبا ناورین بولي او وايي، د طالبانو په دغې واکمنۍ کې کوم ستم چې پر ښځو شوی او کېږي، باید د بشریت د تورې دورې تاریخ په توګه ثبت شي. نوموړې وايي، په دغې پېړۍ کې نړۍ د نورو سیارو د تسخیر په لټه دي، طالبان په دې اړه فکر کوي، چې څنګه افغان مېرمنو په تورو لوپټو کې پټې او له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې کړي.
ورته مهال د مېرمنو حقونو ځینو فعالانو هم «طالبان د مېرمنو د حقونو سرغړونکي» او «زه خپل حق طالبانو ته نه بښم» تر نامه لاندې د اعتراض پیلولو پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د لا زیات فشار غوښتنه کړې ده. هغوی له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د مېرمنو د حقونو په اړه چوپ پاتې نه شي.
طالبانو د تېر کال د زمري پر ۲۴ پخوانی نظام نسکور کړ او اعلان یې وکړ، چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي به تر بلې خبرتیا تړلي پاتې وي.