د ۱۴۰۳ لمریز کال له پېل سره هممهاله د طالبانو پوهنې وزارت په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پېل خبر ورکړ. طالبانو په یوې ویناپاڼه کې له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان په مدرسو، ښوونځيو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې شامل کړي. ویناپاڼه کې په ښوونځيو کې د نجونو د حضور په تړاو څه ویل شوي نه دي. زدهکوونکې نجونې د دغه خبر له اورېدولو روسته یو ځل بیا له زدهکړو د محرومیت په وير کېناستلې. ځينې زدهکوونکې نجونې چې درې کاله د ښوونځيو بېرته پرانېستلو ته سترګې په لار وې، وايي چې د طالبانو له پرلپسې ژمنو سربېره یې بیا هم په روان تعلیمي کال کې د ښوونځيو پرانېستلو ته هیله لرله؛ خو بېرته پر ناهیلۍ بدله شوه. دا نجونې چې د طالبانو په واکمنۍ کې خپل راتلونکې ته اندېښمنې دي وايي چې د طالبانو تر واک لاندې له ژونده ستړې دي او په خبره یې، وېرېږي چې هسې نه بېسواده پاتې شي. ځينې نورې بیا وايي که د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې همداسې تړلې پاتې وي، په وینا یې، خپلې هیلې به یې له یاده ووځي.
د زدهکوونکو نجونو یو شمېر کورنۍ چې په وار وار یې د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازو د پرانېستلو غوښتنه کړې، وايي چې د طالبانو له واکمنېدو او د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو له تړل کېدو روسته په کورونو کې د خپلو لوڼو کړاو ویني او په خبره یې، د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازو تړل کېدا دوی هم ناهیلي او اندېښمن کړي دي. هغوی زیاتوي، د نجونو پرمخ د ښوونځيو تړلو او اقتصادي ستونزو له کبله به اړ شي چې په خبره یې، خپلې لوڼې واده کړي یا په ناقانونه توګه ایران او پاکستان ته د کډوالۍ موزې پښو کړي.
مریم د نهم ټولګي زدهکوونکې ده او ټاکل شوې وه روان تعلیمي کال یوولسم ټولګي ته لاړه شي. هغه هم د نورو سلګونه زدهکوونکو په څېر د ښوونځيو پرانېستلو ته په تمه وه؛ خو د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ د طالبانو ویناپاڼې یې خوشحالي پر غم او ناهیلې بدله کړه. نوموړې وايي: «د نوي کال په لومړۍ ورځ له خپلې کورنۍ سره له روژه ماتې روسته د نوي کال نمانځنۍ په تیاري بوخته وم. په ټلویزیون کې مې واورېدل چې طالبانو د ښوونځي د پېل کېدو زنګ وهلی او د نجونو پرمخ د ښوونځيو د پرانېستلو په اړه یې څه ونه ویل. هماغه مهال مې لاسونه او پښې بېسېکه شوې او سر مې تاوېده. مور مې اړه کړم چې روژه وخورم څو حالت مې له دې خراب نه شي. نه شم کولای د خپل درد په اړه څه ووایم، خو ډېره ناهیلې شوم. د کال لومړۍ ورځ مې په غم او ناهیلۍ پېل کړه.»
نوموړې زیاتوي چې درې کاله ښوونځي پرانېستلو ته په تمه وه او په خبره یې، سږکال یې هیله لرله چې ښوونځي به یې پرمخ پرانېستل شي؛ خو بېرته ناهیلې شوې ده. هغه وايي: «سږکال د نورو کلونو برعکس مې د خپل ښوونځي توکي تیار کړي نه و. یوازې مې خپل کتابونه راغونډ کړل او د ښوونځي یونیفورم راباندې لنډ شوی و. په تمه وم چې طالبان به یو ښه خبر راکړي او روسته به لاړه شم او ځان ته به یونیفورم جوړ کړم. ان که طالبان ووايي چې چادري یا سر تر پښو تور یونیفورم واغوندئ، منو یې؛ خو له یاده یې وتلي چې په دې هېواد کې د ښوونځيو پرانېستلو ته د نجونو زړونه هم رپېږي.»
مدینه یوه بله نجلۍ ده چې له ښوونځي پاتې شوې ده. هغې هم د ښوونځيو پرانېستلو ته یو څه هیله لرله؛ خو د ښوونځيو د تړلو خبر بیا بشپړه ناهیلې کړې او د طالبانو ترواک لاندې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنه ده. نوموړې وايي: «کله چې پرون خبره شوم چې طالبانو بیا هم د نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانېستلو په اړه څه ویلي نه دي، ډېره خواشینې شوم. په ټوله کې ناهیلې شوم. سره له دې چې نوی کال د ټولو لپاره د خوښۍ پېل دی، خو د نجونو لپاره بیا هم د بدمرغۍ پېل و.»
نوموړې زیاتوي چې له زدهکړو درې کاله محرومیت د دې لامل شو چې په خبره یې، لیکل یې هم یو څه یاده ووځي. هغه وايي: «څو ورځې وړاندې یوې موسسې ته تللې وم او یو فورم یې راکړ چې ډک یې کړم، ښايي ویې نه منئ؛ د ځينو کلمو املا راڅخه هېره وه. هماغه مهال ډېره خواشینې شوم، قلم مې په لاس کې و او ژړل مې.» مدینه د طالبانو واکمنۍ له دوامه وېره لري او وايي، که د دې ډلې واکمني دوام وکړي په خبره یې، خپلې هیلې به یې هېرې شي او هغه برخلیک ته به تسلیمه شي چې طالبانو په افغانستان کې دې او سلګونه نورو نجونو لپاره ټاکلی دی.
دا پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو درېیم کال دی. دې ډلې په دې موده کې نجونۍ او ښځې له ټولو ټولنیزو فعالیتونو، زدهکړو، تګ راتګ او نورو حقونو بې برخې کړې دي او لا یې هم ځپلو ته دوام ورکړی دی. طالبانو د ښځو پر وړاندې له ۵۰ ډېر محدودونکي فرمانونه صادر کړي چې له کبله یې نجونې او ښځې په کورونو کې بندیوانې شوې دي.
خدیجه یوه بله زدهکوونکې ده. هغه وايي چې د نجونو او ښځو له زدهکړو او پرمختګ سره د طالبانو مخالفت د دې لامل شوی چې په خبره یې، د نجونو پرمخ د ښوونځيو پر پرانېستلو بې باوره شي او د طالبانو پوهنې وزارت ویناپاڼې بیا پر دې بېباورۍ د تایید ټاپه ولګوله. خدیجه وايي: «تر هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن وي، هېڅکله به هم نجونې او ښځې د زدهکړو او پرمختګ اجازه ونه لري. نجونې او ښځې دې له دغې ډلې هیله نه کوي.»
د ځينو زدهکوونکو کورنۍ هم وايي چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو تړل کېدو ناهیلې کړي او له طالبانو غواړي چې د نجونو پرمخ دې په سملاسي توګه د ښوونځيو دروازې پرانېزي.
محمدنادر د درېیو زدهکوونکو نجونو پلار دی. نوموړی وايي چې لوڼې یې د طالبانو له واکمنېدو روسته له زدهکړو محرومې شوې او دا د دې لامل شوی چې په کورونو کې یې کړاو وګوري. هغه زیاتوي چې خلکو څو وارې له طالبانو غوښتي چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانېزي؛ خو په خبره یې ، طالبانو څه ونه کړل. محمدنادر وايي: «یوه لور مې له پوهنتون او دوه نورې له ښوونځيو پاتې دي. د هرې میاشتې په تېرېدو یې هیلې مړاوې کېږي. اقتصادي وضعیت مې ښه نه دی، څو لږ تر لږه یوې ته یې تحصیلي بورسیه واخلم څو وکړای شي له هېواده بهر زدهکړې وکړي.»
اسما د څلورو زدهکوونکو لوڼو مور ده. هغه وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د خپلو لوڼو راتلونکې ته اندېښمنه ده. نوموړې زیاتوي چې درې کاله د نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانېستلو ته په تمه وه. دا مور د کمزروي اقتصادي وضعیت او کار له نشتوالي سربېره، په افغانستان کې د خپلو لوڼو د زدهکړو لپاره پاتې شوې؛ خو دا چې له درېیم کال روسته هم د نجونو پرمخ د ښوونځيو د پرانېستلو درک نه لګېږي، پرېکړه یې کړې چې په ناقانونه توګه ایران ته د کډوالۍ لار خپله کړي. اسما وايي: «یوازې د خپلو لوڼو د راتلونکې لپاره مې طالبان وزغمل. په دې موده کې له بدمرغۍ او لوږې پرته مو نور څه ونه لیدل. مېړه مې وزګار شو او لوڼې مې له ښوونځيو پاتې شوې. اړه یم یا د کډوالۍ لار خپله کړم یا مې لوڼې مېړونو ته ورکړم. که په کور پاتې شي له لوږې او خپګانه به لیونۍ شي.»
د طالبانو دغې پرېکړې ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي او غوښتنه ترې شوې چې په سملاسي ډول د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانېزي. د دې ډلې د رسمیت پېژندلو لپاره د ګڼو هېوادونو اصلي شرطونه د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانېستل او پر دوی د لګول شویو محدودیتونو لرې کول دي. دغه راز، د افغانستان په اړه جوړو شویو غونډو کې هم له طالبانو غوښتنه شوې چې له زدهکړو د نجونو محرومیت ته د پای ټکی کېږدي.