د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کوچني اختر لومړۍ ورځ
لیکوال: لونګ

په افغانستان کې د جمعې په ورځ د اختر اعلانېدل ډېرو ته ناڅاپي و؛ ما هم نه انګېرله، چې اختر به په جمعې شي، نو ځکه مې د کور ټول توکي نه وو پېرلي! د اختر د لومړۍ ورځې سهار پر اتو بجو، له خپل کوره په سودا پسې ووتم. بېړه مې وه چې هسې نه د اختر لمونځ رانه پاتې شي! په لومړي ځل مې پام شو چې تر نږدې بازاره درې جوماته دي. د هر جومات د ملا خبرې د لوډ سپېکر له لارې اورېدل کېدې، د لومړني جومات ملا قهرېدلی اېسېده، داسې قهرېدلې؛ لکه د سوک او څپېړې تر ګوزاره چې یوازې د لاس پورته کېدو واټن پاتې وي!
ملا په جوش و خروش کې لګیا و. تا به وېل، چې د خولې لاړې به یې منبر ته ډېر نږدې کس ته وربادېږي! ملا د خپل وطن پر حال نه ژړل او نه یې د جومات د دروازې په لیکه کې له خپلو لاسګاډو سره د کتار کسانو پر بېوزلۍ اوښکې تویولې او نه یې هم په چادریو کې د پټو افغان ښځو غږ اورېده، چې د اختر پر سهار، د خپلو بچیانو د ګېډې په مړولو پسې راوتې وې!
ملا د فلسطین پر حال ژړل او هر ځل به یې چې د « فلسطین د مظلومو خلکو» نوم واخیست ما سکه به ویل چې نور به نو خبرې پر سلګیو او یا د طالبانو د رییس الوزرا په اصطلاح په بغارو بدلې شي! د فلسطین د خلکو د نوم په اخیستو سره به مې د ذهن پر پرده د فلسطین د پيغلوټو زده کوونکو هغه ترانه یا سندره رایاده شوه، چې په لوڅو سرونو نڅا ورته کوي! په عربي نه پوهېږم، کنې اوس به مې ویلي و، چې فلسطینۍ نجونې ولې له دې ترانې یا سندرې سره داسې اوښتې رااوښتې؛ خو دومره پوهېږم چې هغوی د خپل ښوونځي له یونېفورم سره ګډې دي او ښايي په مناسب مناسبت به ګډېدې؛ والله اعلم.
څو ګامه نور چې وړاندې لاړم، د بل ملا غږ هم په لوډسپېکر کې ازانګې کولې، دا ملا هم، داسې و، لکه یو څوک چې چاته په اصطلاح ناڅاپه له ګېره ووځي چې ته خو نو په کراره نه پوهېږي. خو ده بیا د سلطان محمود غزنوي په غم ژړل او په لوړ غږ یې ویل، چې چېرته دی اوس هغه سلطان محمود غزنوي چې د هندوانو کافرانو سابه به یې ور په مالګه کول!
زه لږ نور هم چابک کیږم، داسې ګامونه اخلم، لکه دوه توربوره چې په خپلو کې زمکه په ګامونو ویشي.
بازار ته په نږدې کېدو سره هره خوا د بل ملا غږ په سر اخیستې ده، دی خپله ورو خبرې کوي، خو لوډ سپېکر یې لکه چې چینایی نه دی، غږ یې تر لېرې لېرې ځایونو رسېږي. دې ملا نو نور کیسه ختمه کړې ده، نو نه پوهېږم چې د افغانستان پر غم به یې ژړلې وي او که به ده هم د فلسطین د مظلومیت او د سلطان محمود غزنوي د نه لرلو وير کړی و. خو وروستۍ خبرې یې بدې نه دي، په نرمه ژبه خلک له رخې او کینې نه لاس اخیستو ته رابولي او وایي چې هر چا په اختر کې د مرورتوب پوله ماته کړه او په پخلاینې ورګډ شو، هم یې دا دنیا ګټلې هم هغه.
زه هم پوهېږم چې نور نو وخت نشته، په همدې ملا پسې اقتدا کوم، خو نه په جومات کې؛ بلکې د سړک پر سر او د بل چا پر څار، ځکه جومات لا له وړاندې له خلکو ډک دی.
ماسپښين له کوره ښار ته د تلو په نیت راوځم. زلموټي هلکان ډلې ډلې تر سترګو کیږي، داسې ښکاري؛ لکه اختر چې یوازې د نارینه وو وي! د لارې په اوږدو کې ښځې او نجونې نه ترسترګو کیږي؛ خو دلته هم مسأله طبقاتي ده، یوازې د شتمنیو او منځنیو کورنیو ښځې، د اختر په ورځ له کوره د راوتلو له حقه برخمنې دي! هغه کورنۍ چې موټر لري، خپلې د کور ښځې یې له ځانه سره موټر کې سپرې کړي دي؛ خو هغوی چې موټر نه لري، د ښځو او نجونو را اېستو او خپلو خپلوانو کره یې بېولو ته زړه نه دی ښه کړی.
پر لاره ځای ځای طالبان ولاړ دي، یو یونیم موټر څنګ ته کوي، خو هغه موټر ته چې ښځې پکې وي، له لېرې د تلو اشاره کوي او له همدې چلنده هم ښکاره کوي چې له ښځو سره یې ورانه ده او یا به یې تر شا کومه بله فلسفه وي او یا به د طالب چارواکو خبره، خپل کوم ترتیب ورته لري چې زه نه پرې پوهېږم؛ ځکه د دوی خپل هر نامعلوم چلند او پټ کار، حکمت ګڼي، لکه د نالیدلشوي مشر، څېره یې، چې د هېڅ عوام طالع نه دي شوي، چې مخامخ او له نېږدې دې وويني!
موټر کې د موسیقۍ پر ځای د طالبانو د دفاع د وزیر په ستاینه کې ویل شوې ترانه اورېدل کیږي. کمپویز یې د کومې سندرې دی او د موسیقۍ تشه یې هم ورته د ملایعقوب، ملایعقوب په نارو ډکه کړې؛ خو دا چېري او موسیقي چېرې؛ دوی خو چې را نازل شوي، د ولس پر غوږو او حواسو یې د موسیقۍ مالګه او عطر بند کړي!
دا یې لا څه کوې؛ په وروستیو کې طالبانو پر هغو ترانو بندیز ولګاوه، چې کمپوز یې له سندرې غلا شوی وي او یا د سندرو په سبک ویل شوي وي، خو طالبان په دې چاره کې هم پاتې راغلي! په دې ورځو کې پر ملي ټلویزیون یوه ترانه ډیره اورېدل کیږي، چې د طالبانو په اصطلاح د بیارغاونې چارې ستایي؛ خو زما په څېر په موسیقۍ نه پوهېدونکی کس هم پرې پوهېږي، چې دا ترانه د نغمې له هغې سندرې راغلا شوې، چې وایي« کاش کې زه هماغسې وړه وای»
نغمې له رسنیو سره په خپلې وروستۍ مرکه کې طالبان خپل ښه اورېدونکي بللي او ویلي یې دي، چې طالبان یې سندرې اورې او د ډیرو ترانو سبک او کمپوز یې د دې د سندرو دی.
ښه نو، لومړۍ ورځ د اختر خو په دې رانه ولاړه، وګورو، چې په دویمه، دریمه او بله، بله، بله… ورځ به طالبان خپل څه نالیدلي حکمتونه! را باندې وګوري!