د جاروکښۍ د نړیوالې ورځې په رارسېدو سره د هغو کسانو لیدو ته ځو، چې له ګڼو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري ننګونو سره لاس او ګرېوان دي او خپلې ورځې د ښار او کوڅو په پاکوالي کې په کم مزد تېروي.
جمعه د غبرګولي ۲۷ چې د جون له ۱۷ سره برابره ده، د جاروکښۍ نړیواله ورځ ده. پر دې ورځ دولتونه د هغو کسانو لاسنیوی کوي، چې ښارونه پاک او جارو کوي؛ خو دلته په افغانستان په ځانګړې ډول بلخ کې مېرمنې او نارینه نیمه شپه له خوبه پاڅېږي، کارځایونو ته ځانونه رسوي، د ښار کوڅې جارو کوي او یوازې شاوخوا اووه زره افغانۍ معاش اخلي.
ځینې جاروکښان وايي، چې د ګڼو نورو ننګونو تر څنګ ډېری وخت د خلکو له لوري ورسره ناسم چلن کېږي. هغوی زیاتوي، ځینې خلک ورته بدرد او سپکې سپورې وايي.
د مزارشريف ښاروالۍ د جاروکښو مېرمنو په ګډون د هر کارکوونکي د ژوند ترخې کيسې د هر انسان زړه دردوي.
زهرا (مستعارنوم) د مزارشریف د ښاروالۍ کارکوونکې ده. هغه شاوخوا ۶۰ کاله عمر لري. کور یې له ښاره شاوخوا لس کیلومتره لرې دی. هغه وايي، د سهار له اذان سره له خوبه پاڅېږي او له لمانځه وروسته د کار پر لور ځي. هغه د میاشتې اووه زره افغانۍ معاش لري؛ خو د ورځې ۷۰ افغانۍ د موټر پر کرایې او ۳۰ افغانۍ د غرمې پر ډوډۍ لګوي. د میاشتې په اخر کې له اوو زرو افغانیو یوازې څلور زره افغانۍ ورته پاتې کېږي.
له مېرمن زهرا څخه مې د ژوند په اړه پوښتنه وکړه. هغه وايي: «کورنۍ کې اووه کسه یو. زه یم او څلور لوڼې لرم او یوه لور مې دوه یتیمان لري. ټول له ما سره یوځای ژوند کوي. دروازې ته په ننوتو نارې وهي، انۍ څه دې راوړي؟ تر اوسه مو په دا یو کال کې مېوه نه ده خوړلې. هی زویه زړه مې ډېر درد کوي، چې موږ هېڅ میوه نه خورو. هر ورځ ژاړي، چې ولې دې میوه نه ده راوړې. غوښه خو لا پرېږده پر خپل ځای. د چرګ پوستکي چې پيشو نه خوري، موږ هماغه هم نه شو اخیستلی. پر همدغه معاش اوړه اخلم، غوړي اخلم، د اوبو او د برېښنا پيسې ورکوم. همدا اوس دوه میاشتې کېږي، د برېښنا پیسې مې نه دي ورکړې، ځکه معاش مې کم دی، هر څه ګران شوي.»
له مېرمن زهرا څخه ورهاخوا یوې بلې جاروکښې مېرمنې سره مخ کېږم. هغه هم د ښار پر جارو کولو اخته ده. تر څنګ یې درېږم او له روغبړ وروسته ورته وایم، خبریال یم او غواړم له تا سره خبرې وکړم؛ خوښه دې ده؟ په موسکا یې وویل: «ولې نه زویه؟ څه درته ووایم؟»
نوم يې مریم (مستعارنوم) وښود. ورته وایم نن د جاروکښانو ورځ ده. غواړم د ژوند په اړه دې پوه شم. وايي، له دې ورځې خبره نه ده؛ خو تیاره ده، د ژوند په اړه وغږېږي. وايي: «زه د اوو اولادونو مور یم. څلور لوڼې او درې زامن لرم. مېړه مې سپینږیری دی او کار نه شي کولای. یو زوی مې وزګار دی. د یوې لور مې لاس او پښې فلج دي. یوازې زه کار کوم او کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پيدا کوم.»
هغې د خپل د ژوند کیسې ته داسې دوام ورکړ: «کور مې په فقیراباد سیمه کې دی. هره ورځ د سهار ۵:۳۰ بجې کار ته راځم او تر ۱:۰۰ بجو پورې کار کوم. کار مې د سړکونو او د روضې شاوخوا جارو کول دي. معاش مو ۵۵۰۰ افغانۍ و، تازه یې ویلي، چې ۷۰۰۰ کېږي. کور مې کرايي دی. دوه زره افغانۍ کرایه ورکوم او زر روپۍ یې د لارې کرایه کېږي. په پاتې پیسو همدا ژوند تېروم. زړه مې غواړي اولادونو ته مې ښه ژوند جوړ کړم او هغوی خوشاله ووینم؛ خو شرایطو او کار ته په کتو امکان نه لري.»
د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د بېکارۍ کچه لوړه شوې ده. د کارګرو مېرمنو ژوند له ګران شوی دی. د معلوماتو له مخې، پخوا د مزارشریف په ښاروالۍ کې ۴۸ مېرمنو کار کاوه؛ خو اوس یوازې شپږ ښځې دلته کار کوي.