۸صبح، غور: سیمه ییزې سرچینې د غور په ولایتي روغتون کې د رواني روغتیا څانګې له فعالېدو خبر ورکوي.
سرچینې دوشنبه د تلې پر څلورمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د غور د ولایتي روغتون د رواني روغتیا برخه د یونیسف په ملاتړ یکشنبه د تلې پر درېیمه نېټه پرانیستل شوې ده.
د غور د ولایتي روغتون د رواني روغتیا برخه د ښځینه او نارینه وو لپاره په ۷ بسترونو سره رغول شوې ده.
(IAM) موسسه د دې پروژې تطبیقونکې ده.
د غور اوسېدونکي د غور په ولایتي روغتون کې د رواني روغتیا برخې له پرانیستو د خوښۍ په څرګندولو وایي، چې د دې برخې له فعالېدو سره د دغه ولایت د رواني روغتیا ستونزې اوارې شوې او نور اړتیا نشته، چې رواني ناروغان له ولایته بهر ولېږدول شي.
غور د افغانستان په لوېدیځ کې یو محرم ولایت دی، چې اوسېدونکي یې تل له روغتیايي خدماتو بې برخې وو او په ځانګړې توګه په ژمي کې د لارو د تړل کېدو له امله روغتیايي برخو ته لاسرسی نه لري.