د جګړو په کلونو کې ایران د سلګونو زره افغانانو کوربه و او همدا اوس یې هم تر څلور میلیونو زیاتو افغانانو ته پناه ورکړې ده. د تیر لمریز کال د زمري پر ۲۴ د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته یو شمیر افغانان او د پخواني حکومت سرتیري د خپل ځان د خوندي پاتې کېدو لپاره اړ شول چې له هېواده ووځي او ایران ته کډوال شي.
په راپور کې د جمهوریت د نسکورېدو څرنګوالی د هغو سرتیرو په ژبه بیان شوی دی، چې پر افغانستان د طالبانو له ولکې سره اړ و خپل هېواد پرېږدي او ایران ته ولاړ شي. د امنیتي ستونزو له امله په دې راپور کې د پخوانیو سرتیرو لپاره مستعار نومونه غوره شوي دي.
ډېری دغه سرتیري هغه ځوانان دي چې د افغانستان د پاشل شوي پوځ د بېلا بېلو برخو غړي و. دوی د طالب جنګیالیو پر وړاندې د ملي اردو د سرتیرو د مقاومت په اړه خبرې کوي او وايي چې پخوانۍ اردو د طالب جنګیالیو پر وړاندې په مبارزه کې ماتې نه منله. د دوی په خبره، د پخواني حکومت نسکورېدل او د طالبانو له لوري د اردو ماتېدل، ناشوني و. زیاتره سرتیري پر دې باور دي چې د افغانستان د ملي اردو او پوځ ماتې سیاسي ماتې وه؛ نه پوځي او نظامي ماتې.
۲۲ کلن ځوان منصور د پخواني حکومت یو سرتیری دی. نوموړی درې کاله د جمهوري نظام د دفاعي ځواکونو په لیکو کې په ۲۰۳ تندر قول اردو کې په دنده بوخت و.
دا ځوان سرتیری د جمهوریت په وروستیو سختو ورځو کې په غزني کې د طالب جنګیالیو پر وړاندې جنګېده. منصور د پخواني حکومت د دفاعي ځواکونو ړنګېدو لامل د سرتیرو په منظم کېدو کې د مشرانو پاتې راتلل او له ملي اردو سره د سیاسي او پوځي مشرانو نه ژمنتیا وه. منصور او نور ملګري یې په غزني کې په وروستیو ورځو کې هم له طالبانو سره په جګړه بوخت و او دې ته چمتو و چې تر خپلې وروستۍ سلګۍ پورې له طالب جنګیالیو سره جګړې ته دوام ورکړي. خو دې سرتیرو د ۲۰۳تندر قول له لوري د مخابرې له ترلاسه کولو وروسته چې ویل یې پوځي ملاتړ او اکمالات نشته، خپل سنګرونه پرېښودل. منصور د سنګر له پرېښودو وروسته لومړی کابل، بیا بغلان او له هغه ځایه ایران ته ولاړ او اوس د ایران په یوه رستورانت کې په کار بوخت دی، څو خپلې کورنۍ ته یوه ګولۍ ډوډۍ پیدا کړي.
منصور وايي: «د څو دندو له ترسره کېدو او د هېواد سوګند خوړلو دښمنانو سره له ډغرو وهلو وروسته څوکاله یې په لوږه، تنده، یخنۍ او ګرمي کې تیر شول، خو له بده مرغه په وروستیو کې ناوړه حالاتو او د«تکتیکي شاتګ» تر نامه لاندې پرله پسې تکتیکونو ټول هېواد خراب کړ او د نابودۍ کندې ته یې ورټیل واهه.» منصور زیاتوي: «زه د غزني ولایت د مقر په ولسوالۍ کې وم. بیزونه او کمپونه مو د سقوط په حال کې و. یوازې ولسوالي او د مقر کنډک پاتې و؛ پرسونل کم و. کوم ملګري مو چې شهیدان کېدل، مړي به یې تر څلورو ورځو پورې همداسې پراته و. الوتکې نه راتلې او د ځمکې له لارې ایمرجنسي د طالبانو له ویرې نه شوای راتلی چې مړي ولېږدوي.»
د منصور یو خپلوان او نږدې ملګری د تیر کال د زمري په میاشت کې له طالب جنګیالیو سره په جګړه کې ټپي شو. منصور هغه د درملنې له پاره د کابل څلور سوه بستریز روغتون ته راوړی و. هغه کابل ته له راتګ څخه دوې ورځې وروسته خبر شو چې په مقر ولسوالۍ کې دویم کنډک هم سقوط شوی دی او ډیری ملګرو یې له طالبانو سره په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یا هم ددې ډلې له لوري ژوندي نیول شوي دي. غزني د هېواد په سویل ختیځ کې له کابل څخه ۱۳۰ کیلومتره لرې پروت دی. دا ولایت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۱ د طالبانو له لوري ونیول شو.
فواد یو بل ځوان دی چې ۲۴ کاله عمر لري. نوموړی دوه کاله د هرات د شینډنډ په ولسوالۍ کې د اردو په لیکو کې پر دنده بوخت و. فواد هم د پوځ له منځه تلو کې د پخواني حکومت سیاسي او پوځي مشران پړه بولي. دغه ځوان سرتیری چې د کابل تر نیولو پورې د جګړې په ډګر کې و، وايي چې د جمهوریت په وروستیو ورځو کې د پوځي قوماندانانو نیمګړتیاوې، نه ژمنتیا، د ځمکنیو او هوايي اکمالاتو نشتوالی ددې لامل وګرځېد چې سرتیري سنګرونه پرېږدي او یا طالبانو ته ځانونه وسپاري. فواد د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته او د طالبانو له لوري د پخوانیو نظامیانو د ترور او له هغو نه د غچ اخیستو په اړه د راپورونو تر اورېدلو وروسته اړ شو چې په ناقانونه ډول ایران ته ولاړ شي.
فواد یو کال کېږي چې په ایران کې استوګن دی او په تهران کې د ایراني وګړو د کورونو په پاکولو بوخت دی.
دا پخوانی سرتیری زیاتوي: «په هغو دوو کالو کې چې ماخدمت کړی واقعا چې سرتیرو په رښتیني ډول خدمت کاوه او قوي مورال یې درلود او هغه سیمه به چې ورته وسپارل شوه، زیار به ایسته او په ډیر ویاړ به یې ترې ساتنه کوله.»
ددې سرتیري په خبره، د طالب جنګیالیو له لوري د پخوانۍ اردو ماتول ناشوني و او یوازې معاملې کولای شول دا اردو ماته کړي. هرات ولایت د تیر کال د زمري میاشتې په نیمايي کې د طالبانو لاس ته ورغی.
۲۱ کلن همایون د جمهوري نظام له نسکورېدو وړاندې دوه کاله په هلمند ولایت کې د کجکي بند په دویمه لوا د میوند ۲۱۵ قول اردو کې سرتیری و. همایون په اردو کې د دوو کالو خدمت په موده کې له زیاتو ستونزو او ناخوالو سره مخ شوی دی. هغه وايي چې په دې موده کې د سرتیرو او نظامیانو له پاره اکمالات او تجهیزات ډیر نیمګړي و او ډیر کله به یې خواړه هم نه و، خو له دې ټولو ستونزو سره سره د طالبانو پر وړاندې جنګېدل او یو شمیر ملګرو یې له طالبانو سره په جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. همایون زیاتوي، سره له دې چې سرتیري د جمهوریت په وروستیو ورځو کې هم چمتو و چې د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي، خو د قوماندانانو له لوري ورته لارښوونه کېده چې له جګړې لاس په سر شي. د نوموړي په خبره، د هلمند په کجکي بند کې نظامي کنډک، هغه ځای چې ده پکې دنده ترسره کوله، د یوې معاملې په نتیجه کې طالبانو ته وسپارل شو.
همایون چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ایران ته کډوال شوی، اوس اندیښمن دی چې هسې نه په دې ناوړه حالاتو کې د ایران دولت له لوري ونیول شي او افغانستان ته یې ستون کړي.
خالد چې ۲۱کاله عمر لري، په هلمند ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو د کجکي بند په دویمه لوا کې دوه کاله په خدمت بوخت و. خالد د طالبانو په لاس د افغانستان نیول او دهېواد د اردو له منځه تلل له طالبانو سره د سیاسیونو معامله بولي. دغه ځوان سرتیری د سرتیرو ستونزو او مقاومت ته په اشارې وايي: «موږ د ۲۱۵ قول اردو د کجکي بند د دویمې لوا سرتیري دوه کاله محاصره و. موږ ته به اکمالاتو په هر دریو میاشتو کې یو ځل رارسېدل. دې ځای ته اعاشه او مهمات سم نه رسېدل. خو سره له دې هم جنګېدو. وچه ډوډۍ چې شنه خوا به وه هغه به مو خوړله. ځینې وخت خو به مو هېڅ هم نه شوای موندلی. دال و او له هغه به مو استفاده کوله. په سم ډول اعاشه نه وه. هرې درې میاشتې وروسته به یو ځل اکمالېدو. د ځمکې له لارې خو هر څه بند و.» خالد د هغو ورځو یادونه کوي چې زیاترو ملګرو یې له طالبانو سره په جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او مړي یې هر لور ته پراته و، خو هېڅوک نه و چې دا مړي د جګړې له ډګر ولېږدوي او کورنیو ته یې ورسپاري. خالد زیاتوي:«موږ له هر پلوه ودرېدو او جنګیدو؛ خو مشرانو امر کاوه مه یې ولئ. سرتیري جنګېدل خو له پورته به امر وشو چې تاسو جګړه مه کوئ او تسلیم شئ.» د نوموړي په خبره، سرتیري د تسلیمۍ او نه جنګېدو له امر سره سره بیا هم له طالبانو سره له جګړې لاس په سر نه شول او د طالب جنګیالیو پر وړاندې یې روحیه غښتلې وه. د نوموړي له نظره، طالبانو د ملي اردو له ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه درلود، خو د افغانستان سقوط یو سیاسي سقوط و، نه نظامي سقوط.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وخت په رانږدې کېدو سره طالب جنګیالیو د ۱۴۰۰کال د زمري میاشتې په لومړیو کې د هېواد له ملي اردو او نظامي ځواکونو سره خپلو جګړو ته زور ورکړ. د تیر کال د زمري میاشتې په نیمايي کې د هېواد ۱۴ ولایتونه د طالبانو لاس ته ورغلل. ددې ولایتونو زیاتره ولسوالۍ مخکې له مخکې ددې ډلې لاس ته لوېدلې وي او طالبانو سوکه سوکه د ولایتونو او ولسوالیو مرکزونه هم ونیول.
داسې ویل کېدل چې طالبان به د هغې هوکړې پر بنسټ چې له امریکا سره یې کړې د ۵۰ سلنې خاورې له نیولو وروسته د افغانستان له دولت سره سیاسي خبرو اترو ته چمتو شي. خو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د ولایتونو نیولو لړۍ ونه درېده. د زمري په ۲۱ مه د هرات، بادغیس او غور ولایتونه طالبانو ته وسپارل شول. په همدې ډول طالبانو د زمري په ۲۴مه د پلازمېنې شاوخوا ولایتونه هم ونیول او د کابل دروازو ته ورسېدل.
له دې سره جوخت د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته زیات زیان د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته اوښتی دی. ددې ځواکونو یو کم شمیر یې پر دې بریالي شوي دي چې د نړۍ نورو هېوادونو ته ولاړ شي، خو یو زیات شمیر یې له امنیتي ګواښونو سره سره په افغانستان کې پاتې دي؛ په داسې حال کې چې مرګ یې د سیوري په شان تعقیبوي.
د نظامي چارو کارپوه اسدالله ندیم د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه په ګاونډیو هېوادونو کې هم خوندي نه بولي. هغه وايي چې د افغانستان هغه دفاعي او امنیتي ځواکونه چې ګاونډیوهېوادونو ته یې هجرت کړی دی، کیدای شي د یو شمیر هېوادونو له لوري په نیابتي جګړو کې د ذخیروي ځواکونو په توګه ترې استفاده وشي.
ښاغلی ندیم زیاتوي: «ولسمشر، مرستیالان، وزیران، وکیلان، زورواکي او سناتوران له پیسو ډکو بکسونو سره وتښتېدل، خو یوازې همدا نظامیان و چې په افغانستان کې بې برخلیکه پاتې شول.»
پوځي جنرال صدیق شینواری د پخواني حکومت د پوځي ځواکونو بې سرنوشت پاتې کېدلو په اړه وايي: «تر کومه ځایه چې لیدل کېږي طالبان دې ته لیوالتیا نه ښیي چې د افغانستان پخوانۍ ملي اردو مسلکي او روزل شوي ځواکونه جذب کړي. ان ددې منسوبینو د تقاعد د امتیازونو په اړه هم اوسنی نظام په راتلونکې کې کوم پروګرام نه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مطبوعاتي مسوولین په دې ورځو کې د پخواني حکومت د پوځیانو د برخلیک په اړه کوم خاص نظر نه څرګندوي. خو د طالبانو ویاندویانو پخوا ویلي و چې دا نظامیان کولای شي په هېواد کې دننه خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او د طالبانو له لوري دوی ته هېڅ راز ګواښ نه دی متوجه.
طالب ویاندویانو داسې مهال د پخوانیو پوځیانو د ځاني خوندیتوب ډاډ ورکړی چې په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو او ناپېژاندو کسانو له لوري د یو زیات شمیر پخوانیو نظامیانو د نیولو، شکنجې او وژلو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. په دې وروستیو کې د کندهار د امنیې قوماندانۍ کارکوونکی حمیدالله د وږي پر ۳۱ د کندهار ښار د ۱۲ امنیتي حوزې په ساحه کې د نوموړي د کور د تلاشۍ پرمهال د طالبانو له لوري ووژل شو. له دې وړاندې طالبانو د وږي په میاشت کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان محرم علي د پروان د غوربند په دره کې وواژه. سرچینې وايي چې طالبانو د سیمه ییزو پولیسو دا پخوانی قوماندان لومړی ونیو او له دوو ورځو شکنجې وروسته یې وواژه. دې حالت ته په پاملرنې پخواني نظامي ځواکونه په هېواد کې خوندي نه دي.