د روسیې، چین او ایران په څېر هېوادونه له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوي، چې نړۍ له طالبانو سره تعامل ته مخه کړي. د دغو هېوادونو استازي په هره نړیواله غونډه کې له دغې ترهګرې ډلې سره د تعامل پر اړتیا ټینګار کوي او د ملګرو ملتونو د بندیزونو د لېرې کولو او د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون غوښتنه کوي. په وروستیو څرګندونو کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه د دغه سازمان د پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې:« په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت د وضعیت له معقولې او متوازنې ارزونې پرته ناشونی دی.» د هغه په وينا، له دې پرته «له طالبانو سره د تعامل لپاره بل بديل نشته.» پاکستان یو وخت د طالبانو ملاتړ کاوه، خو داسې برېښي چې اسلام اباد په ژوره توګه د دغې ترهګرې ډلې د بشپړ ملاتړ ناوړه پایلې احساس کړي او اوس روسیه، چین او ایران دغه رول پر غاړه اخیستی دی. درې واړه هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې روان کړکېچن وضعیت چې یوه ترهګره ډله یې لومړۍ درجه مسووله ده، عادي او نورمال وښيي او په یو ډول امریکا او په ټوله کې لوېدیځ هېوادونه د افغانستان د اوسني کړکېچ د اصلي عاملانو په توګه معرفي کړي.
په دې کې شک نشته چې امریکا د افغانستان په کړکېچ کې اغېزناک رول لري او باید له پامه ونه غورځول شي. خو هغه څه چې ثابتولو ته اړتیا نه لري زموږ په هېواد کې د یوې ترهګرې ډلې ورانوونکې او ویجاړوونکې واکمني ده، چې له دوو کلونو راهیسې یې داسې جنایتونه کړي او ناورینونه رامنځته کړي چې یوازې د افغانستان اصلي او اوسنی اوسیدونکی د دې غمیزې ژوروالی ښه احساسولی شي، نه روسي، چینايي او ایراني چارواکي چې تل یې د خپلو هېوادونو د اقتصادي، سیاسي او امنیتي ګټو لپاره پرېکړې کړي، نه د افغانانو په خیر او ګټه. خو ډېر ژر به دغه هېوادونه له طالبانو سره په چلند کې خپلې تېروتنې درک کړي. دا ډله به یوه ورځ مسکو، بیجینګ او تهران هم د اسلام اباد په څېر ناهیلي کړي، ځکه طالبان لکه روسیه، چین او ایران یوازې د خپلو ګټو په فکر کې دي، نه د افغانانو او یا د هغو هېوادونو د ګټو په فکر کې چې د دوی ملاتړ کوي. که روسان، چینایان او ایرانیان پر دې نه پوهیږي، نو له پاکستانیانو دې پوښتنه وکړي. د نیابتي ځواک په توګه له طالبانو د اسلام اباد ملاتړ د مسکو، بیجینګ او تهران په پرتله خورا اوږده مخینه لري او اسلام اباد د دې ډلې د فعالیت له پيلېدو سره سم ترې ملاتړ پیل کړ. په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور پرمهال هم، طالبانو په بېلابېلو برخو کې د پاکستان له پراخ ملاتړه ګټه پورته کړه او بالاخره د واګ پر ګدۍ کېناستل.
خو کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د پاکستان د تمې خلاف پر خپله لاره روان شول او د دې ډلې د کنټرول او کابو کولو لپاره د اسلام اباد هڅو تر اوسه مثبته پایله نه ده ورکړې او اپوټه په کابل کې میشت رژیم د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په ملاتړ سره د افغانستان په جګړه کې د راولپنډۍ د بریا خوند ورته تریخ کړ. دا خبره دومره جدي ده، چې اسلام اباد پرېکړه کړې چې په نړیواله کچه د طالبانو لپاره لابي ونه کړي او د دې ډلې د رژیم د په رسمیت پیژندلو له هڅو لاس واخلي، هغه کار چې په اوسني حالت کې د طالبانو په زیان تمام شوی دی، ځکه په داسې یو حالت کې چې ان یو هیواد هم د کابل رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی، د اسلام اباد دغه اقدام د دغې ډلې ډیپلوماټیکه انزوا نوره هم زیاته کړې ده. خو لکه څنګه چې طالبان د یوې متعصبې ایډیالوژیکې ډلې په توګه تر بل هر څه خپلې عقیدې او نظر ته ډېر ارزښت ورکوي، د ټي ټي پي د ځپلو په برخه کې یې د پاکستان غوښتنې نه دي منلي او داسې نه برېښي، چې په راتلونکي کې هم دا کار وکړي.
د افغانستان او پاکستان طالبان له قومي او ایډیالوژیک پلوه سره نه بېلېدونکي دي او له همدې امله د طالبانو له خوا د ټي ټي پي د ځپلو تمه بې ځایه او په سمه توګه د دواړو ډلو د نه پېژندنې له امله ده. یوازینی کار چې افغان طالبان یې کولای شي – که مجبوره شي – هغه دا دی چې د ټي ټي پي غړي له پاکستان سره له سرحدي سیمو وباسي او د افغانستان شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو ته یې ولېږدوي، چې دا یوه دایمي او تضمیني حل لاره نه ده. د ټي ټي پي غړي کولای شي، د سیاسي وضعیت په بدلون سره- ان د پخوا په پرتله په پیاوړې توګه سرحدي سیمو ته راستانه شي او یا هم له شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو د پاکستان په خاوره خپل ترهګریز بریدونه پلان کړي. له دې سره سره، افغان طالبانو ان شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو ته د ټي ټي پي د غړو د لېږدولو دغه پروګرام په هغه شدت او قوت سره نه دی عملي کړی، چې په پیل کې یې تصور کېده او ښايي دا پروګرام هم درېدلی وي.
طالبان یوازې خپلې ایډیالوژۍ ته وفادار دي. دا ایډیالوژي د دین، پښتني شاونیزم، جرمي اقتصاد او تروریزم ترکیب دی، چې په یوې دیالکتیکي اړیکه کې یوبل بیا تولیدوي. د دې ایډیالوژۍ مرکزي عنصر ترهګري ده، هغه وسیله چې یوازې د دې ایډیالوژۍ د پاتې عناصرو د ساتلو او ودې لپاره کارول کېدای شي. «له طالبانو سره رغنده او عملي تعامل» چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال یې خبره کوي، په واقعیت کې د ترهګرۍ د ساتلو او پیاوړتیا یوه هڅه ده. ایا له یوې بشپړې ترهګرې ډلې سره همکاري بله مانا لرلای شي؟ روسیه، چین او ایران په داسې حال کې فکر کوي چې په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ سره کولای شي له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، چې د دوی په باور په یو ډول یې د امریکایانو له لوري ملاتړ کیږي.
روسي او ایراني چارواکو په وار وار امریکایان د داعش په ملاتړ تورن کړي او پر دې باور دي چې طالبان د دغې ډلې پر وړاندې جګړه کې د باور وړ شریکان دي. په بله وینا، روسان او ایرانیان په یو ډول د ترهګرۍ پر وړاندې د ترهګرې د جګړې ملاتړ کوي؛ هغه جګړه چې د «بدتر» پر وړاندې د «بد» د دفاع پر ریالیستي منطق ولاړه ده. په دې نظرياتي دستګاه کې طالبان «بد» او داعش «بدتر» معرفي کیږي. دا سیاسي ریالیزم په نړیوال سیاست کې عام او معمول دی او ټول حکومتونه یې تعقیبوي. د ریالیستي ګروهنې ستونزه دا ده چې اوږد سټراټېژیک افق نه لري او یوازې په لنډمهاله کې لاره پرانېستلای شي. اصلي ستونزه نه یوازې له منځه نه ځي، بلکې د پخوا په څیر بیا تولیدیږي او پایښت مومي. فرض کړئ چې طالبان د روسیې، چین او ایران په ملاتړ وتوانیدل چې داعش په بشپړه توګه له منځه یوسي. خو د طالبانو ستونزه څنګه کیږي؟ دا ډله چې د داعش تر ځپلو وړاندې «بده» وه، اوس دومره ځواکمنه شوې چې نور بده نه ده، بلکې بدترینه ده. نو د طالبانو له خوا د داعش په ځپلو سره نه یوازې دا چې ترهګري له منځه نه ځي، بلکې نوره هم پیاوړې کیږي. روسان، چینایان او ایرانیان « له طالبانو سره د رغنده او عملي تعامل» لپاره په خپلو ټولو دغو هڅو سره په واقعیت کې ترهګري عادي او تلپاتې کوي. هغه ترهګري چې یوه ورځ به د مسکو، بیجینګ او تهران تر لمنې هم ورسېږي.