۸صبح، جوزجان: جوزجان کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د ګوراش اخبار خپرونې له ۴۴ کلونو فعالیت وروسته ودرېدې.
جوزجان کې ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې ګوراش اخبار په ترکمنۍ ژبه لومړنۍ خپرونه وه، چې په ۱۳۵۷ کال کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا یې فعالیت پیل کړی و.
د یوې ځایي سرچینې په وینا، د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په یوه رسمي لیک کې د دغه اخبار فعالیت بند کړی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې د رسنیو نړیوالو معتبرو ملاتړو بنسټونو د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان تر څلوېښت سلنه زیاتو رسنیو د تړل کېدو په اړه خبر ورکړی و.