۸صبح، کابل: د کابل پاسپورټ ریاست ویلي، چې د ظرفیت د کموالي او د غوښتنوالو د زیاتوالي له کبله د دغه ریاست چارې له نن چهارشنبه د کب ۱۸ څخه، یکشنبه د کب تر ۲۲ پورې ځنډېدلې دي.
پاسپورټ ریاست ویلي، چې غواړي په دغه ولایت کې د پاسپورټ د وېش شمېر زیات کړي، له همدې کبله د پاسپورټ د وېش بهیر د ظرفیت پر لوړاوي کار کوي.
د کابل پاسپورټ ریاست یادونه کړې، چې د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د دغه ریاست ظرفیت لوړاوی به په څو ورځو کې بشپړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې هغو کسانو چې د پخواني حکومت پر مهال پاسپورټ ته نوملیکنه کړې وه او انلاین بانکي فورمې له ځان سره لري، د یوه اوږده لیک له لارې يې له پاسپورټ ریاست څخه غوښتي، چې د خپلو ژمنو له مخې باید د هغو کسانو جدول چې انلاین فورم یې ډک کړی او د بانک پيسې يې ورکړې دي، اعلان کړي.