د خلکو ۤپر مخ د پاسپورټ ریاست د دروازې له تړل کېدو یوه میاشت او اته ورځې تېرېږي. په دې لړ کې په طالبانو پورې تړلي کسان او کمېشان کاران پاسپورټ ته لاسرسی لري. د پاسپورټ عادي غوښتونکي له اوږده ځنډ او د دغه ریاست له ناڅرګند وضعیته شکایت کوي او طالبان د هېوادوالو په یرغمل کولو تورنوي.هېوادوال وایي چې د پوسپورټ اخیستل د دوی قانوني حق دی، خو طالب چارواکو دوی له خپل دغه قانوني حقه محروم کړي دي. اوسمهال سلګونه زره تنو په آنلاین بڼه د پاسپورټ اخیستو فورم ډک کړي دي. دغه راز زرګونه ناروغان د پاسپورټ اخیستو ته په تمه دي څو د خپلې درملنې لپاره ګاوندیو هېوادونو ته ولاړ شي. خو طالبانو د خلکو کړاو ته په بې پامۍ سره، د پاسپورټونو د وېش بهیر درولی دی او د پاسپورټ غوښتونکو له بیا بیا غوښتنو سره سره ، ان د پاسپورټ ریاست د تړلواصلي لامل نه څرګندوي.
د کابل اوسېدونکی بشارت، پنځه میاشتې وړاندې د پاسپورټ آنلاین فورم ډک کړی دی او نوبت ته په تمه دی، څو پاسپورټ ترلاسه کړي، خو تر اوسه یې نوبت نه دی رسیدلی. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:« په کابل کې ژوند راته زړه تنګی شوی او باید بهر ته ولاړ شم او یو څو ورځې ژوند وکړم. په هغه هېواد کې چې حکومت یې د طالبانو ترلاس لاندې وي، ژوند خوند نه لري.» هغه غواړي چې د پاسپورټ له اخیستو وروسته، لومړی ایران او وروسته ترکیې ته ولاړ شي. بشارت زیاتوي:« طالبانو څو دېرش میلیونه هېوادوال یرغمل نیولي دي او پاسپورټ چې زموږ قانوني حق دی، نه راکوي چې له دې خاورې ووځو»
احمد رشاد هغه بل ځوان دی چې په هېواد کې د اوسني ناسم سیاسي او اقتصادي وضعیت له امله نیت لري چې خپله کورنۍ ایران ته بوځي. هغه د خپلې کورنۍ د درېیو غړو لپاره پاسپورټ اخیستی دی او یوازې ځوانه خور یې پاسپورټ نه لري. رشاد وایي، چې د خپلې خور لپاره یې آنلاین فورم ډک کړی او نوبت ته په تمه دی، خو پاسپورټ ریاست نه پرانېستل کیږي. هغه زیاتوي:« هره ورځ یوځل د پاسپورټ ریاست ویبپاڼه ګورم. څو ځلي له خپلې عریضې سره د ریاست تر دروازې هم تللی یم. نه مې نوبت رارسېیږي او نه هم له فورم پرته پاسپورټ ورکوي. زړه مې په چاودېدو دی.»
پر دې سربېره، زرګونه نور هېوادوال چې د بیلابیلو ناروغیو د درملنې لپاره غواړي ګاونډيو هېوادونو ته ولاړشي، هم د پاسپورټ ریاست د فعالیت بېرته پېلېدو او د خپل نوبت رسېدو ته په تمه دي.
دغه ناروغان وایي، چې په ګاونډيو هېوادونو کې درملنه د افغانستان په پرتله ارزانه او د قناعت وړ ده.
محمد یوسف د زړه پر ناروغۍ یو اخته ناروغ دی، چې د درملنې لپاره د کابل یوه خصوصي روغتون ته ورغلی دی. د هغه د اینجوګرافۍ معایناتو پایله ښيي، چې د زړه یو رګ یې بند شو دی. هغه باید جراحي عملیات وکړي او د زړه په رګونو کې یې یوه وسیله نصب کړای شي. محمد یوسف د دغو عملیاتو لپاره باید روغتون ته ۱۵۰ زره افغانۍ ورکړي. دغه ناروغ د خپلې کورنۍ د ناوړه اقتصادي وضعیت خبره کوي او وایي:« نیمایي دا پیسې مې په پور اخیستي چې عملیات شم او که پاسپورټ یې راکړی وای او پاکستان ته تللی وای، په ډاډه زړه عملیات کېدلم او پیسې هم کمې لګېدې.» محمد یوسف ټينګار کوي:« که مې پاسپورټ لرلای او پاکستان ته تللی وای، په ۵۰ زره افغانیو یو سپرینګ تېرېده»
د بغلان اوسېدونکی محمد صالح خپله مور د درملنې لپاره د پاکستان تر پولې بیولې ده، خو د پاسپورټ له لرلو پرته د دغه هېواد خاورې ته په ورتګ نه دی بریالی شوی. د هغه د ناروغې مور وضعیت ښه نه دی. صالح محمد ان حاضر شوی دی، چې ۳۳ زره افغانۍ بډې ورکړي څو د افغانستان او پاکستان تر منځ د تېرېدو سند یا( بارډرپاس) واخلي. خو بریالی شوی نه دی او اړ شوی دی چې خپله مور د درملنې لپاره کابل ته راولي. د بغلان دغه اوسېدونکی په غوسې سره، د پاسپورټ ریاست پر نه پرانېستل کېدو نیوکه کوي او له طالبانو غواړي چې ژر ترژره د پاسپورټ د وېش بهیر بېرته پېل کړي.
دا هرڅه په داسې حال کې دي، چې په هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر د روان کال د تلې پر۱۶ درول شوی دی. پاسپورټ ریاست په کورنیو چارو وزارت پورې یوه تړلې اداره ده او د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني له لوري مدیریت کیږي. دغه ریاست شاوخوا یوه میاشت او اته ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د پاسپورټ د وېش بهیر په تجهیزاتو او تخنیکي سسټمونو کې د بدلونونو د راتلو له امله درول کیږي. د دغه ریاست په اعلامیه کې راغلي دي:« هره وسیله او تجهیرات د استفادې او وخت د تېرېدو له امله استهلاک کیږي، له دې چې په مرکز کې په ورځ کې له شاوخوا څلور تر پنځه زرو پاسپورټونه صادرېږی، اړوند وسایل یې هم ترمیم او بدلولو ته اړتیا لري. د تجهیزاتو د ترمیم او بدلولو پروسه وخت ته اړتیا لري، نو د دې پروسې تر ختمېدو پورې د پاسپورټ وېش ځنډول کیږي»
د دې اعلامیې له خپرېدو سره سره، رپوټونه وایي، چې د طالبانو د کسانو او کمېشنکارانو له لوري د پاسپورټ د وېش بهیر وران دی. یو شمېر کسان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې کمېشن کاران د پاسپورټ ریاست له مسوولانو نه د یوه پاسپورټ د اخیستو امر د ۱۲۰۰ ډالرو په بدل کې اخلي. د دوی په وینا، د طالبانو کسانو له اړوندو ادارو د رسمي مکتبوب په راوړلو سره پاسپورټ اخیستلای شي. د پاسپورټ ریاست کارکوونکي په اونۍ کې درې ورځې په نوبت خپل کارته ځي او د طالبانو پر کسانو پاسپورټ وېشي. خو د پاسپورټ ریاست رسمي کارکوونکي نه پوهېږي چې د پاسپورټ د وېش بهیر په کوم علت درول شوی او کله به بېرته پېلیږي.
تر دې وړاندې د پاسپورټ ریاست باوري سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې ده، چې د دغه ریاست وسایل او تجهیزات ترمیم ته اړتیا نه لري، بلکې د دغه ریاست د څوکۍ پر سر د طالبانو خپل منځي اختلافونه د دې لامل شوي دي چې د پاسپورټ د وېش بهیر ودرول شي. د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، عبدالحکم حمیدي د تلې میاشتې پر ۲۴ د پاسپورټ ادرې له ریاسته لېرې شو او مولوي عبدالکریم حسیب یې د ځای ناستي په توګه وګمارل شو. په تېر یو کال کې دا د طالبانو ډلې دریم غړی دی چې پر دغې څوکۍ ګمارل کیږي. تر دې وړاندې عبدالحکیم حميدي اته میاشتې د پاسپورټ ریاست د رییس په توګه دنده ترسره کړه. تر هغه مخکې علم ګل حقاني څه باندې پنځه میاشتې د دې ادارې رییس و، چې د ورور د اخلاقي فساد او کمېشن کارۍ له امله یې له دندې لېرې شو، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې د عبدالحکیم حميدي د لېرې کېدو لامل څه و.
که څه هم پاسپورټ ریاست د طالبانو لپاره یوه عایداتي سرچینه ګڼل کیږي، خو څرګنده نه ده، چې په کوم دلیل د دې ډلې له لوري د پاسپورټ د وېش بهیر درول شوی دی. طالبانو په تېرې یوې میاشت او اتو ورځو کې په دې تړاو نظر نه دی څرګند کړی. خو په کابل ښار کې د خلکو په تېره بیا کمېشن کارانو ګمانونه دا دي چې د پاسپورټ سپینې کتابچې خلاصې شوې دي او له همدې امله طالبانو عادي خلکو ته د پاسپورټ ورکړه ځنډولې ده. خو د پاسپورټ ریاست کارکوونکي دغه ګمانونه ناسم ګڼي. د پاسپورټ ریاست مسوولانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.