د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا له ویجاړېدو وروسته، برېښنا شرکت یو ځل بیا له امنیتي ادارو او خلکو وغوښتل چې په هېواد کې د برېښنا تاسیساتو د ویجاړولو د مخنیوي لپاره له دغه شرکت سره جدي همکاري وکړي.
برېښنا شرکت د چنګاښ په شپږمه نېټه په یوه اعلامیه کې د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې د ویجاړې شوې ستنې د رغولو خبره کړې وه چې په سالنګ کې د نړول شویو ستنو له رغولو لږ وروسته ویجاړه شوې وه.
د برېښنا شرکت د مسوولینو په وینا، په خنجان کې هم د وارداتي برېښنا مزي رغول کېږي.
له بلې خوا، برېښنا شرکت له خلکو او د هېواد له امنیتي بنسټونو غوښتي چې د برېښنا د ستنو د امنیت د ساتلو په برخه کې جدي همکاري وکړي. د برېښنا یوه ستنه د غبرګولي په ۲۶مه نېټه د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د چادونې له امله ویجاړه شوه. له هغې دوه اونۍ مخکې هم په همدې ولسوالۍ کې دوې نورې ستنې نړول شوې وې، له هغې وروسته د چنګاښ په دوهمه په خنجان سیمه کې د برېښنا مزي پرې شوې وو.
برېښنا شرکت د چنګاښ په پينځمه نېټه اعلان وکړ چې په سالنګونو کې د برېښنا ستنې رغول شوې او پلازمیني او شاوخوا ولایتونو ته برېښنا فعاله شوې ده.
خو له هغې لږ وروسته د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې د برېښنا یوه ستنه ونړول شوه او یو ځل بیا د کابل او لسو نورو ولایتونو برېښنا پرې شوه.
له بلې خوا، د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په پروان ولایت کې د برېښنا د ستنو د ویجاړولو په تور درې تنه نیول شوي دي. سرچینه وايي چې د مماتي ورور د دې ډلې مشري کوي.
د پروان امنیه قوماندان عبدالرووف ارزګاني وویل چې دغه درې تنه د چنګاښ په اوومه نېټه په سالنګ ولسوالۍ کې نیول شوي دي. د پروان والي فضل الدین عیار هم وايي چې امنیتي ځواکونو له دغو کسانو پلټنې پیل کړې دي.
د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په نولسمه نېټه د ملي امنیت عمومي ریاست اعلان وکړ چې د برېښنا د ستنو د ویجاړولو په تور یې یوه څلور کسیزه ډله د سالنګ له آهنګرانو سیمې څخه نیولې ده. د دې ډلې مشري په «مماتي سالنګ» مشهور دل آغا له خوا کېده او غړو یې د ستنو د نه ویجاړولو په بدل کې د سل زره ډالرو غوښتنه کوله. محکمې دغه څلور تنه په شپاړس کاله بند او د ۴۰۸ میلیون او ۶۳۲ زره افغانیو جریمې په ورکولو محکوم کړل.
په تېرو څو میاشتو کې د پروان ولایت په ولسوالیو او د کابل په شمال کې د برېښنا څو ستنې ویجاړې شوې دي چې له امله یې پر کابل سربېره د څو نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې او برېښنا شرکت ته یې میلیونونه ډالر زیان رسولی دی.
۸صبح ورځپاڼې له دې وړاندې رپوټ ورکړی و چې د برېښنا د ستنو د ویجاړولو عاملین له برېښنا شرکت څخه د ۳،۵ میلیون ډالرو غوښتنه کړي ده.