رسنیو د اسرائیل پوځ د استخباراتو څانګې مشر آهارون حلیوا د استعفا خبر ورکړی دی.
اسوشیټېډپرېس د اسرائیل پوځ د استخباراتو مشر د استعفا لامل پر دغه هېواد د «حماس له خوا د اکټوبر د اوومې په بې مخیني برید کې ناکامي» بللې ده.
دا په غزه کې د جګړې له پیله راپدېخوا لومړی لوړپوړی اسرائیلي پوځي چارواکی دی چې له خپلې دندې استعفا کوي.
د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز د حلیوا د استعفاغوښتنلیک منلی او د هغه له خدمتونو یې مننه کړې ده.
د دغه راپور پر بنسټ، د آهارون حلیوا استعفا کولای شي، د اسرائیل د ځینو نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو لپاره زمینه برابره کړي څو پړه ومني او له خپلو دندو استعفاوې وکړي.
حلیوا د تېرکال په اکټوبر میاشت کې له برید ورسته ویلي و چې هغه د دې برید په مخنیوي کې ملامت دی.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍوالو رسنیو پرون راپور ورکړی و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښايي په راتلونکو ورځو کې په لوېدیځه غاړه کې له «بشري حقونو د سرغړونې» له کبله د اسرائیلي پوځ پر یوې ډلې بندیزونه ولګوي.
د راپورونو پر بنسټ د اسرائیل پوځ د «نیتسح یهودا» ډلې غړي به د امریکا له هر ډول نظامي مرستو څخه بې برخې شي.
دا لومړی ځل دی چې امریکا د اسرائیل پر یوې پوځي ډلې بندیزونه وضع کوي.