۸صبح، هرات: د هېواد په لوېديځ کې يو شمېر مېرمنې وايي، د طالبانو د شفاهي ګواښونو له کبله یې ونه کړای شول چې د مارچ اتمه د «ښځو نړۍواله ورځ» ولمانځي.
په هرات، غور، بادغیس، فراه او نیمروز کې یو شمېر ښځو شنبه د کب پر ۱۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو په دغو ولایتونو کې د ښځو نړۍوالې ورځې د نمانځلو په هکله خبرداری ورکړی.
دوی وايي چې د طالبانو د ګواښ له کبله یې ونه کړای شول چې د مارچ اتمه ان په سرپټو ځایونو کې ولمانځي.
په هرات کې د ښځو یوې فعالې فهیمې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «طالبانو ګواښ وکړ چې که خبر شوو د مارچ اتمه لمانځئ یا غوڼده کوئ، نیول کېږئ».
فهیمه زیاتوي چې د کورنۍ غړو ورته وویل، د مارچ اتمې لمانځل به د دې لامل شي چې طالبان دوی بدنامې کړي.
بلخوا د غور ولايت يوه ځوانه فرشته وايي، هغې او يوې ډلې نجونو پلان لرلو چې په يوه سرپټي ځای کې د مارچ اتمه ولمانځي؛ خو د طالبانو د خبرداري او د کورنۍ د مخنیوي له له کبله یې ونه کړای شول.
طالبانو تېر کال د مارچ پر اتمه څو ولایتونو په ځانګړې توګه هرات کې د ښځو غونډو ځپلو ته لاس واچوه او یو شمېر یې ونیولې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو يو شمېر پلويانو په کابل کې د ښځو د نړۍوالې ورځې د نمانځلو پر ضد د «حيا» غونډه وکړه.