د کانکور آزموینې ملي ادارې د ۱۴۰۰ کال د کانکور آزموینې احمتالي وخت اعلان کړ چې له مخې یې د کانکور آزموینه په درېيو پړاوونو کې ترسره او د غوايي په اتمه نېټه پیلېږي.
د کانکور آزموینې په لومړي پړاو کې د غوايي په اتمه، نهمه او لسمه نېټه په سمنگان، سرپل، غور، نیمروز، بادغیس، فراه، نورستان، پکتیکا، دایکندي، زابل، ارزگان، هلمند، کندهار، بامیان، وردګو، لوگر، پکتیا، خوست، کاپیسا، پنجشیر، لغمان، کونړ، پروان، ننگرهار او بغلان ولایتونو کې دغه آزموینه اخیستل کېږي.
د کانکور په دوهم پړاو کې په فاریاب، بلخ، بدخشان، غزني، جوزجان، تخار، هرات او کندز ولایتونو کې آزموینه اخیستل کېږي.
د آزموینو د ملي ادارې د پروګرام له مخې د غبرګولي په څوارلسمه او پينځه لسمه نېټه په کابل کې د کانکور آزموینه اخیستل کېږي.
د آزموینې ملي ادارې ویلي، په هغه صورت کې چې فورمونه په خپل وخت چمتو شي، امنیتي وضعیت سم وي، ترانسپورتي ستونزه نه وي او د هوا وضعیت برابر وي دا پروګرام به عملي شي.