۸صبح، هرات: د هرات سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د بې اسناده موټرو د پېر پلور د منعه کولو خبر ورکوي.
د هرات د والي مولوي عبدالقیوم روحاني له خوا په یوه خپاره شوي غږیز پیغام کې چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلی، هغه خبرداری ورکوي چې د بې اسناده موټرو له پلورونکو او پېرودونکو سره قانوني چلند کېږي.
د هرات والي همداراز مستریانو او د موټرو ترمیموونکو ته خبرداری ورکوي، اجازه نه لري چې د موټرو رنګ بدل کړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
له بلې خوا، د هرات ولایت د رسنیو دفتر هم له ملي دفاع وزارته د یوه لیک په خپرولو سره، د بې اسناده موټرو او وسلو پېر پلور منعه اعلان کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «تر راتلونکي اعلان پورې په هرات کې د بې اسناده موټرو هر ډول پېر پلور منعه شوی دی.»
په وروستیو کلونو که په زرګونه د پاکستان لاس او یو کیلي موټر افغانستان ته وارد شوي چې ډېری یې قانوني اسناد نه لری.
که څه هم مخکیني حکومت د بې اسناده موټرو د راټولولو او د شمېر د کمولو لپاره ډېري هڅې وکړې، خو دغو هڅو ګټه نه لرله او بې اسناده موټر راټول نه شول.
بې اسناده موټر په قاچاقي توګه او له ګمرکي تعرفې ورکولو پرته هېواد ته راتلل او ددغو موټرو د وارداتو له پلوه د افغانستان د ګمرکونو په میلیونونه ډالر عواید حیف و میل کېدل.