د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ په ۱۳مه د چهارشنبې په ورځ، له ننګرهار ولایت څخه یو خواشینوونکی خبر خپور شو؛ پر جاپاني تتسو ناکامورا وسله وال برید چې په خپلو دوستانو کې په کاکا مراد مشهور و. ناپېژانده وسله والو کاکا مراد په ننګرهار ولایت کې له خپلو پینځو ساتونکو سره وواژه. جاپاني رسنیو په هغه وخت کې ددغې غمجنې پېښې په غبرګون کې ولیکل: «هغه کس چې د خلکو د ژوند د بقا لپاره یې مبارزه کوله ومړ.» د ناکامورا د وژلو عاملین روښانه نه شول او هېچا یا کومې ډلې یې د ترور مسوولیت ونه مانه.
یو شمېر هېوادوالو به هغه وخت کې د پاکستان پټ لاسونه د ناکامورا د ترور عاملین وبلل. تراوسه هم همداسې ګمان کېږي. مخکیني حکومت کوم کس یا ډلې ته له اشارې پرته ددغه جنایت مسوولیت د افغانستان د سولې او پرمختګ د دښمنانو کار بللی و.
د هېواد مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني چې د کابل له سقوط وروسته یې متحده عربي امارات ته پناه وړې، په هغه وخت کې یې کشفي او امنیتي بنسټونو ته حکم کړی و چې د ناکامورا د ترور عاملین پيدا او سزا ورکړي. خو ددغه ترور عاملین نه یوازې چې پيدا او سزا ورنه کړل شوه؛ بلکې د کاکا مراد مړینه د سلګونه نورو ترهګرو او جنايي پېښو په شان هېره شوه.
نن د ناکامورا د مړینې دوهم تلین دی، سره له دې چې هغه کولای شوای په خپل هېواد کې له کوم ګواښ پرته په سوله او آرامۍ کې ژوند وکړي، خو د انسان دوستۍ له مخې او له نورو وګړو سره د مرستې له امله هغه جګړه ځپلي افغانستان ته راغی. تتسو ناکامورا د افغانستان بې وزله وګړو ته خدمت ته په جاپان کې پر سوکاله ژوند ترجېح ورکړ.
ناکامورا د هېواد به ځینو ولایتونو په تېره بیا ننګرهار کې د اوبو د مدیریت او کرنې د ودې لپاره ډېر کارونه وکړل. د رپوټونو له مخې، هغه په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې په سلګونه څاګان، د اوبو کوچني بندونه او په لسګونه د درملنې مرکزونه جوړ کړل. نوموړي د کونړ پر سیند څه د پاسه یو زر او ۶۰۰ د اوبو څاګان او د اوبو رسولو اته شبکې ورغولې. دغه جاپاني وګړي خپل درې لسیزې عمر په افغانستان کې تېر کړ او بالاخره د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې ترور شو.
هغه له هېچا سره دښمني نه لرله او موخه یې یوازې آبادول و.
ددغه غوره سړي یادونه له دې امله مهمه ده چې هغه په یوازې، په لږو امکاناتو او پرته له دې چې مستقیم مسوولیت ولري، افغانستان ته راغی او کلونه یې خلکو ته خدمت وکړ. د نوموړي یادول له دې امله اهمیت لري چې خلک یې بشردوستي او خدمات هېر نه کړي. ناکامورا په بشر دوستۍ، د کلتورونو د نږدې کولو او بشردوستانه مرستو په رسولو کې تلپاتې بېلګه بللی شو. هغه داسې هېواد ته د آبادۍ لپاره راغلی و چې له څو لسیزو راهیسې په جګړو او تاوتریخوالي سره مخ دی. دغه ناامني او ناوړه جګړه په هېواد کې د ثبات او پرمختګ خنډ هم شوې ده. د همدې جګړې له امله هېواد ثبات او پرمختګ ته نه دی رسېدلی.
د افغانستان مخکیني او اوسني واکمن، مشران او سیاستوال د هېواد لپاره د خدمت په موخه همدغه شان بېلګو ته اړتیا لري. همدا ډول په هېواد کې زیات شمېر پانګه وال او شتمن خلک شته چې یې لږ د هېواد د بیا رغونې او پرمختګ په اړه فکر کړی وای، اوس به مو له دې غوره وضعیت درلود. د مشرانو او سیاستوالو په ګډون د افغانستان خلک که له ځانه دا پوښتنه وکړي چې د هېواد لپاره یې څه کړي، ډاډمن یو چې قانع کوونکی ځواب نه لري. ډېری دا کسان راغلل او یوازې ددې خاورې اوبه او خواړه یې وخوړل. غلاوې یې وکړې، خیانت یې وکړ او ولاړل.
هغه کس چې د سوکالۍ پر ځای یې خلکو ته خدمت کول غوره وبلل، هېرول یې د هغه حق نه دی. د عامه خدماتو مرکزونه لکه پوهنتونونه، ښوونځي، روغتیایي مرکزونه، د اوبو بندونه او تفریحي پارکونه باید د هغه په نوم ونومول شي. ښایي په دې کار سره د هغه یاد ژوندی وساتل شي او د نوموړي د تلپاتې کارونو د یوې برخې ستاینه وشي. د هغه کړنې باید په ښوونځیو کې د «وطن دوستۍ» په مضمون کې ماشومانو ته وښودل شي.
۷۳ کلن جاپاني ډاکتر تتسو ناکامورا د ژوند یوه برخه د افغانانو د ژوندانه د ښه کولو لپاره تېره کړه. هغه د (پي ام اس) په نوم جاپانۍ خیریه موسسې رییس هم و. ناکامورا په ۱۹۸۴ کال کې د طب په څانګه کې له زده کړو وروسته پاکستان ته ولاړ ترڅو د جذام ناروغانو درملنه وکړي. له هغې دوه کاله وروسته افغانستان ته راغی او د جاپان د سولې د روغتیایي خدماتو د نادولتي بنسټ (پي ام اس) په جوړولو سره یې افغانانو ته زیات خدمات ترسره کړل.