۸صبح، کابل: په ننګرهار کې د جاپاني مرسته رسوونکي تتسو ناکامورا له ترور څخه درېېو کلونو په تېرېدو یو شمېر هېوادوالو د هغه د خدماتو په پار په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړی دی.
نن یکشنبې د لیندۍ درېیمه په کاکا مراد مشهور ناکامورا د ترور له درېيم تلین سره برابره ده.
د هغه د مړینې په درېیم کال، یو شمېر افغانانو «ناکامورا هېڅکله نه مري» هشتګ پیل کړی دی.
د خواله رسنیو یو کاروونکي لیکلي: «په دې نړۍ کې چې ټولو د قدرت، موقعیت او پیسو په لټه کې دي، ناکامورا د خلکو، هېواد او اوبو لپاره هڅې وکړې.»
یوه بل کارکوونکي لیکلي چې د ناکامورا کورنۍ او هېواد جاپان و، خو هغه په افغانستان کې وچې دښتې سمسورې کړې.
د ۱۳۹۸ هجري لمريز کال د لیندۍ به دیارلسمه کله چې تتسو ناکامورا له خپلو پنځو همکارانو سره د پي ام اس خیریه بنسټ د کاري پروژې د څارنې لپاره د ننګرهار خېوې ولسوالۍ ته روان و، په جلال آباد ښار کې د څلورو تنو له برید سره مخ او ووژل شو.
ددې پېښې مسوولیت هېڅ ډلې پرغاړه نه دی اخیستی او طالبانو هم ویلي چې په دې برید کې لاس نه لري.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو ډلې د روان کال د وري په میاشت کې د زابل ولایت د لوړو زده کړو د موسسې په انګړ کې د ناکامورا پارک په دې ولایت کې ددې ډلې د لومړي جنګیالي «شهید روزي خان» نوم ته بدل کړ.