۸صبح، کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته په بشردوستانه مرستو بار د درېبو نظامي الوتکو د لېږلو خبر ورکړی دی.
روسي خبري اژانس تاس شنبه د لیندۍ پر ۲۷ د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت له خولې ویلي، چې دا الوتکې د روسیې دفاع وزیر سرګيي شویګو په هدایت کابل ته لېږل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم روسیې له افغانستان سره غذايي او غیرغذايي مرستې کړې وې.
دا د روسیې دویمه بشردوستانه مرسته ده، چې د پخواني حکومت تر پرژېدو وروسته له افغانستان سره کېږي.
له وروستیو تحولاتو سره افغانان د غذايي موادو له کمښت سره مخ دي، ځکه چې د پخواني حکومت له سقوط سره سم له دغه هېواد سره د ملګرو ملتونو مرستې ودرېدې او ګڼو خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړل.
مرستندویه ادارو اوسنی وضعیت ناوړه بللی او له نړیوالې ټولنې یې له افغانستان سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې.