په امن کور کې د «نصيبې» کيسه: وروڼو مې په ۱۲ کلنۍ کۍ د پيسو پـه بـدل کې ورکړم
راپور: اسيه حمزهای، ژباړه: محمد عزيز پردېس

غږ يې له غرېوه ډک و او د دردونو کیسې يې په زړه کې انبار دي وايي: «پوهېږې څه حال لرم؟ سهار چې کله په خپله تياره خونه کې له خوبه راپاڅم، د ساعتونو لپاره د خونې چت ته ګورم او له ځانه پوښتنه کوم چې ولې ويښه شوم؟ رښتيا هم د څه لپاره؟» بې اختياره پورته کېږم او د صادق هدايت په هغې ليکنې مې سترګې لګېږي چې ليکلي يې دي: «په ژوند کې ځيني ټپونه دي چې د انسان روح د جذام ناروغۍ په څېر انزوا ته بیايي او تراشي يې.»
د خپل تخت ترڅنګ لرګينې المارۍ څخه يې څو کتابچې ماته راکړې. خبرې يې د خپلو هماغه پخوانيو لاسي ليکنو په څېر دي. په دې خونه کې مې ساه بندېږي. په خونه کې بل څوک نشته. پاڅېږم او پردې کش کوم، چې خونې ته مې د لمر وړانګې راورسېږي. ناڅاپه يې لاسونه په خپل مخ ومښل او په بې حوصلې توګه يې پرده بېرته راکش کړه. ومې ويل څه دي؟ په بې پامۍ سره يې اوږې وخوځولې او پر تخت کښېناسته او لاسونه يې خپل تندي ته ونيول.
«نصيبه» يې مستعار نوم دی، ښايي د مخ ترټولو څرګنده نښه يې پر غومبرو ژوروالی وي، په ځانګړي ډول کله چې خاندي؛ خو هغه هم ښايي په دغو ورځو او کلونو کې لږ خندلي وي، ښکلې ليکنې لري. له کتابونو يې په زړه پورې في البداهه، استعارې او بيتونه ليکلې دي. هرڅه چې لري یوازې کتاب او کتابچې او څو شمعې دي. وايي: «د انسانانو په ژوند کې کله داسې هم پېښېږي چې ملا دې هم کړوپوي.» ومې ويل: «نصيبې! څه کېږي چې خبرې وکړې. که د خبرو بار دې سپک شي ښايي ملا دې هم سيده شي.» خپل لاس له تندي لرې کوي او ناڅاپه پورته کېږي، پر المارۍ دوه ګيلاسه دي چې يو د مسکا ښکلې بڼه او بل يې آسماني رنګ لري. ګيلاسونه يې له چایه ډک کړل او په لاسونو کې يې دوه چاکلېټه دي. يو يې خپله واخيست او بل يې زما د ګيلاس ترڅنګ کېښود. ويې ويل: «دا هم چای او چاکلېټ.»
هغوی کلونه په ميمنه کې ژوند وکړ، لويه حويلۍ چې په هغې کې یې کلیوال ژوند درلود. ټول سره يوځای او هره کورنۍ په جلا خونو کې وه. نصيبه درې لويان ورونه لري او په سختۍ سره ښوونځي ته تلله. هغه به يې نه پرېښوده او ويل به يې چې بدنامي ده، ننګ دی او بې غيرتي ده. همدغه خنډونه ددې لامل شول چې نصيبه ډېر کلونه له ښوونځي پاتې شي، خو نهیلې نه شوه. آن د نوموړې کتابونه يې څېرې کړل، وهل او ډبول کېده او پر لاسونو يې اوس هم د ظلم او وحشت نښې شته. هر وخت به چې د کورنۍ د نارينه ؤ لپاره د پلمې موکه پيدا کېده نو ويل به یې چې د نجونو يې له ښوونځي سره څه؟ نجونې دې ولې له کوره بهر لاړې شي؟ نجلۍ بايد زرترزره واده شي چې تېروتنه ونه کړي. نجلۍ د خلکو مال دی او بس!
نصيبې له همغه ماشومتوبه په خپلو کتابچو کې لويې هيلي ليکلې. نوم يې پرې ايښی ؤ «له ميمنې د يوې نجلې د خوبونو د يادښتونو ټولګه.» هغه وايي: «په دې ټولګه کې مې ليکل چې يوه ورځ به کابل ته د پوهنتون او زده کړو لپاره ځم، يوه لويه ليکواله به رانه جوړېږي او داسې نورې هيلي مې له ځان سره لرلې.» پوښتنه مې ترې وکړه: «څه وشول؟» همدغې خونې ته یې اشاره وکړه چې د کابل په امن کور کې ده او وې ويل: «لنډه يې ووايم، همدا وشول.»
نصيبه چې ۱۲ کلنه شوه، د زده کړو او کتابونو ګليم يې راټول شو او کتابچې يې ورته وسېځلې او هغه يې خياطۍ ته بوتله چې جامې ورته وګنډي. خپله خبره نه وه، خو تمه وه چې د واده مراسم يې ترسره شي. هغه د شاپور په نوم یوه ۵۷ کلن ته چې معیوب او د اوو بچیانو پلار و ورکړل شوه.
نصيبې تر ټولو لومړی له خياطې واورېدل چې واده به شي. خياطې وويل: «څه عجيب واده، دې نازک بدن سره به دې څه وکړې و نجلۍ؟ لږ ځان پياوړی کړه.» ددې جملو په اورېدو سره بايد څه شوي وای؟ هېچا هغې ته حق نه ورکاوه، نه پلار، نه مور او نه هم وروڼو. مور يې هم د نارینه وو په واکمن سيستم کې لويه شوې وه. آن تر دې چې کله به نصیبې په کتابچه کې څه ليکل، شخړه به یې ورسره کوله. د مور دلیل يې دا ؤ چې په ذهن کې د خوبونو او هيلو لرل ښه نه دي، ځکه چې بدن ته يې شيطان دننه کېږي.
په داسې شرایطو کې به يوه ۱۲ کلنه نجلۍ څنګه مبارزه وکړي؟ جشن جوړ شو، په داسې حال کې چې ناوې د خپلو بدمرغيو د پيل په وير غمجنه وه. خوشحالي جوړه وه او بوډا د خپلې کم عمره ناوې نازک بدن ته کتل. د نصيبې کورنۍ په دې معاملې کې ښې پيسې جېبونو ته کړې، خو د نصيبې د تريخ ژوند نوی باب پرانيستل شوی ؤ. نصيبه نه شي کولای د خپلو خبرو په منځ کې وژاړي. غلې شوه او هېڅ يې نه ويل. هغه وايي: «اوس هم د واده د لومړۍ شپې بد خوب ګورم، په هغه وحشت او ظلم سره څرګند تېری چې پر ما وشو، آن خپل بدن مې نه پېژانده، نه مې مياشتینۍ ناروغي پېژندله او دا ځکه چې د پيسو په بدل کې د جبري واده قرباني شوې وم.»
هغه آن په دې نه پوهېده چې د څومره پيسو په بدل کې پرې معامله شوې، خو ددې کیسې زړه بوږنوونکې برخه يوازې همدا نه ده. هغه د شاپور مشر زوی لخوا په هغه شپه د جنسي تېري قرباني شوه چې، شاپور په روغتون کې بستر ؤ او آن وګواښل شوه چې که غږ يې پورته کړ نو داسې به يې ووژني چې وينه يې هم ونه بهېږي.
څو کاله تېر شوي ؤ، اوس نصيبه ۱۵ کلنه وه، آن داسې ورځ هم راورسېده چې نور يې د وهلو ډبولو او تيري پر وړاندې د مقابلې وس نه درلود. هم ځوانه وه او هم ښکلې او تر ټولو مهمه دا چې د هغې له ژوند سره لوبه شوې وه او بريدونو پرې دوام موندلی ؤ، ځکه چې هغې د شاپور لپاره اولاد ونه شو زېږولی. د نصيبې په وينا، نور نو ستومانه شوې وه او د صبر کاسه يې هم ډکه وه. کله به په سختۍ ترې پوښتنې او ګروېږنې کېدې. که څه هم د خپل عمر په پرتله مړاوې شوې او ماته شوې وه. زړه يې غټ کړ او يوه ورځ وروسته له هغه چې وهل ډبول شوې وه، زړه يې وکړ او ځان يې د فارياب د پوليسو مرکز ته ورساوه. عريضه يې وليکله او دا چې قضيه ډېره جدي وه، نو بې له ځنډه په ميمنه کې امن خونې ته ولېږدول شوه.
د ګواښونو لمن پراخه وه، دومره چې ددې ولايت په سترې محکمې او د ښځو چارو په رياست کې د قضيې څېړلو له ګواښ پرته بله پايله نه لرله. نوموړې د خپلې او د شاپور د کورنۍ له خوا وګواښل شوه. پرېکړه وشوه چې دا ولايت د نوموړې لپاره امن نه دی او په نږدې مياشتو کې کابل ته ولېږدول شوه.
د روحي، رواني او جسمي ماتو په منځ کې سخته ټپي او ځپل شوې وه او همداراز ګواښونو پرې فشار راوستی ؤ، خو هغې خپل انتخاب کړی ؤ. په کابل کې امن خونې ته ولېږدول شوه. قضيه یې د طلاق په اخيستلو پايته ورسېده. له هماغه ستونزو او کړاوونو سره کتابونو، کتابچو، قلم او زده کړو ته راوګرځېده.
اوس چې له هغه وخته پنځه کلونه تېر شوي، نوموړې به په ۲۰ کلنۍ کې له ښوونځي فارغه شي. هيله یې اوس هم پوهنتون دی او دا چې يوه ورځ کتاب هم وليکي. هغه وايي: «ژوند به مې وليکم او ټول هغه څه به وليکم چې غورځېدلې يم او بېرته پورته شوې يم.»
د نصيبې د ژوند کیسه د دې خاورې د ډېرو هغو نجونو د ژوند يوه بېلګه ده چې په نازکو او کمزورو بدنونو سره، مبارزه کوي، هڅې کوي او ژوند يې بيا هم دوام لري او له ډېرو کړاوونه او ناخوالو سره سره، هیله منې دي چې يوه ورځ خپلو هيلو ته ورسېږي.
نصيبه چې اوس هم د کابل په يوه امن کور کې ده، وايي: «له روحي پلوه زیانمنه شوې، خو ښځه بايد تسليم نه شي؟ نه، زه نه تسليمېږم.»