پوهنې وزارت ویلي، چې د «حق الزحمه» ښوونکو د ګومارنې لړۍ پیلوي. دا پرېکړه په ښوونځیو کې د ښوونکو د کموالي له کبله شوې ده.
په روان ښوونیز کال کې د هېواد په ټولو ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه لیدل کېده، چې له کبله یې ډېری زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
پوهنې وزارت په تېرو کلونو کې د حق الزحمه ښوونکو په ګومارنې دا ستونزه اواروله، خو له څه وخت راهیسې د «حق الزحمه» او قراردادي ښوونکو د ګومارنې لړۍ درېدلې، چې دا چاره په هېواد کې د ښوونکو د کمښت لامل شوې ده.
اوسمهال د پوهنې وزارت ویلي، چې له مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمېسیون سره یې د ولسمشر د حُکم له مخې هوکړه کړې، چې په ښوونځیو کې د «حق الزحمه» ښوونکو له ګومارنې سره دغه تشه ډکه کړي.
پوهنې وزارت ویلي، چې د دغه بهیر د روڼتیا په موخه باید د غوښتنوالو اسناد د با صلاحیته ادارو له خوا تایید شوي وي او همداراز به ګومارل شوي ښوونکي بایومیټریک او معاشونه به یې د بانک له لارې اجرا کېږي. تراوسه روښانه نه ده، چې د پوهنې وزارت څومره «قراردادي» ښوونکي ګوماري.





