۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی، هغه سرطاني ناروغان چې «شپږ میاشتني کارتونه» ولري کولای شي له ویزې پرته پاکستان ته لاړ شي.
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پنجشنبه د کب پر ۲۴مه ویلي، کوم ناروغان چې په نورو ناعلاجه ناروغیو اخته وي، په ننګرهار کې دې د روغتیا ځانګړي کمېسیون ته ورشي، څو په خبره یې، له ځانګړي لیک ترلاسه کولو وروسته په تورخم دروازې واوړي.
روانه اوونۍ په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو اعلان وکړ چې پاکستان تورخم دروازه د هغو ناروغانو پرمخ وتړله چې ویزه او پاسپورت نه لري.
پاکستاني چارواکو د روغتیا ځانګړي کمېسیون ته ویلي و، له دې وروسته هغه ناروغان چې پاسپورت او ویزه ونه لري، پاکستان ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.
پاکستان څو میاشتې وړاندې هم له پاسپورت او ویزې پرته ناروغانو پرمخ تورخم دروازه تړلې وه.