۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه ځای دی؛ ځکه په خبره یې، په دغه هېواد کې ښځې او نجونې د بېلابېلو ناورینونو تر ټولو دروند بار زغمي.
د خوړو نړیوال پروګرام چهارشنبه د کب پر ۲۳مه په خپله ایکسپاڼه کې یوې خپرې کړې ویډيو کې د ښځو ستونزو ته په اشارې ویلي چې پروسږکال له دغه سازمان سره د بېمخینې بسپنو د کمېدو له کبله اړ شوي، څو په خبره یې، په افغانستان کې له ۱۰ میلیونو کسانو سره خپلې مرستې بندې کړې.
دغه سازمان ویلي چې افغانانو ته د مرستو کمېدو په ځانګړي ډول د ښځو لپاره ناوړه پاېلې لرلې دی.
د دغه بنسټ په خبره، افغان ښځې ډېرو کمو خوړو ته لاسرسی لري او په وینا یې، په روژه کې یې هم همدا حال دی.
په دې ویډيو کې راغلي: «ډېری ښځې اړې شوې دي څو خپل ماشومان ګدایۍ ته واستوي او هر هغه څه یې چې ماشومان راوړي، یوازې هغه خواړه دي چې ویې خوري.»
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.
دمګړۍ ښځې کار ته د تګ اجازه نه لري او دا د دې لامل شوی، څو هغوی او کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره لاس ګریوانې شي.
پرون په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند فیلیپ کروف هم ویلي و چې په هېواد کې ۱۵.۸ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، له لوږې کړېږي.