۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د درېیو ځوانانو له نیولو کېدو او شکنجې خبر ورکوي.
ځایي سرچینې پنجشنبه د تلې پر اوومه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې طالبانو دغه کسان د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ له اړوند عبدالله خېل سیمې څخه نیولي او شکنجه کړي یې دي.
سرچینې زیاتوي، چې دغه کسان د مقاومت جبهې له ځواکونو سره د خپلوۍ له امله د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
د سرچینو په وینا دا کسان ملکیان دي او له مقاومت جبهې سره هېڅ اړیکه نه لري.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې هم طالبانو د پنجشېر له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه ځوانان نیولي، شکنجه او په ځینو مواردو کې یې وژلي دي.