۸صبح، کندهار: کندهار کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د تریاکو ښکاره پېراوپلور منع کړی دی.
ځایي سرچینې چهارشنبه د سلواغې پر دوولسمه نېټه وایي، چې طالبانو دوې ورځې مخکې د کندهار د میوند ولسوالۍ د بازار هټیوالو ته، چې د هلمند او کندهار د خلکو ترمنځ د تریاکو د پېراوپلورعلني بازار دی ویلي، چې له دې وروسته نه شي کولای په ښکاره توګه خپل کاروبار وکړي.
طالبانو ویلي، چې دغه محدودیت د ملا هبتالله اخوندزاده په امر لګول شوی دی.
د ویلو ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د کندهار د میوند ولسوالۍ بازار د نشهیي توکو د پېراوپلور په مرکز بدل شوی و.