۸صبح، کابل: د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د دیني عالمانو د تحصیلي کچې د معلومول بهیر د پیل خبر ورکړی دی.
دغه وزارت پنجشنبه د سلواغی پر ۲۰ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د دیني عالمانو د تحصیلي کچې د معلومولو ازموینې لومړی پړاو نن په کابل پوهنتون کې بشپړ شو.
د طالبانو د ملي ازموينو اداری مشر عبدالباقي حقاني د ديني عالمانو د ازموينې په لومړي پړاو کې وويل، چې له دې ازموينې وروسته به ديني عالمانو لپاره له افغانستان څخه بهر د زدهکړو زمینه برابره شي.
روښانه نه ده، چې د دیني عالمانو د تعلیمي کچې د معلومولو په بهیر کې کوم معیارونه په پام کې نیول شوي او په کومه برخه کې به ورته علمي درجې ورکړل شي.
د يادونې وړ ده، چې د دې ازموينې په لومړي پړاو کې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت کارکوونکو، د پوهنتونونو استادانو او د ماسټرۍ دورې محصلينو برخه اخيستې وه.