جوزجان کې د مخکیني حکومت د پوځ يو قوماندان د طالبانو تر شکنجې لاندې مړ شو

۸صبح، جوزجان: د افغانستان په شمال جوزجان کې ځایی سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې د مخکیني حکومت د پوځ یو قوماندان د طالبانو تر شکنجې لاندې مړ شوی دی.
باوري ځايي سرچينو پنجشنبه د سلواغی پر شلمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د پخواني حکومت دغه پوځي سيد معراجالدين نومېده او په جوزجان ولايت کې د ملي اردو د يوه کنډک قوماندان و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د سيد معراج الدين جسد له نيولو دوه اونۍ وروسته په جوزجان کې د هغه کورنۍ ته وسپاره.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پخواني حکومت د دغه پوځي پر بدن د شکنجې نښې لیدل کېږي، چې ښيي هغه د طالبانو تر شکنجې لاندې مړ شوى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې له څه مودې راهيسې په جوزجان کې د پخواني حکومت د پوځيانو په ښکاره او پټو وژنو کې زياتوالى راغلى دى. څلور ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د ملي اردو د پخواني کومانډو ستار سیرت او د یوه پخواني دولتي سرتېري سوځول شوي جسدونه موندل شوی وو.