۸صبح، بامیان: دایکندي کې ځايي طالب چارواکي وايي، چې د دغه ولایت اجرستان ولسوالۍ کې یې یو کس له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ او یو بل کس یې د داعش د رهبرۍ په تور نیولي دي.
دایکندي کې د طالبانو د سرپرست حکومت د استخباراتو رییس عبیدالله فیضاني وايي، چې دا کس مبارز نومېده او د دایکندي اجرستان ولسوالۍ کې یې د داعش ډله رهبري کوله.
خو نیول شوي کس دا ادعا رد کړې ده.
د طالبانو د استخباراتو ریاست یو بل کس له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ په تور نیولی دی.
نیول شوي کس ویلي، چې ۱۳۹۰ کال کې یې له امریکايي ځواکونو سره د ساتونکي په توګه کار کاوه او اوسمهال له هغوی سره هېڅ ډول اړیکه نه لري.
دایکندي کې د طالبانو د سرپرست حکومت د استخباراتو رییس عبیدالله فیضاني چې د طالبانو د صفونو د تصفیې کمېسیون مشري هم کوي وايي، د نیلي ښار د عوایدو مدیر یې له مارکېټونو د ناقانونه پیسو د راټولولو په تور او یو بل کس یې پاسپورټ اداره کې د کمېشنکارۍ تور نیولي دي.
فیضاني وايي، نور کمېشنکاران چې ځینې یې د طالبانو صفوفو کې هم دي، پېژندل شوي او ډېر ژر به ونیول شي.
کوم کسان چې په پاسپورټ اداره کې د کمېشنکارۍ په تور نیول شوي، پر خپلو تورونو یې اعتراف کړی دی.
د نیلي ښار د عوایدو مدیر هم له مارکېټونو د ناقانونه پیسو د راټولولو تور منلی دی.